1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: امریکايي چارواکو او طالبانو په قطر کې سره لیدلي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

د رسنيو د راپور له مخي د جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو لوړ پوړي استازي الیس ویلز په روانه اونۍ کې له طالبانو سره په دوحه کي ملاقات کړي څو د سولې د خبرو له پاره زمینه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/326V8
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

والستریت ژورنال ورځپاڼې د داسې کسانو په حواله چې د دې کتنې په هکله معلومات لري، ویلي دي چې د خبرو اصلي  هدف د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ تر درې ورځني اوربند وروسته، د سولې په برخه کې د پرمختګونو جاري ساتل په ګوته شوي.

یادې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د مرکزي او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې الیس ویلز په دې کتنه کې د امریکايي پلاوي مشري کوله او د قطر په پلازمینه دوحه کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره لیدلي دي.

په عین وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په دې هکله له تبصرې څخه ډډه کړې او میرمن ولیز هم د تبصرې له پاره د والستریت ژورنال ایمیل ته لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

یادې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوه چارواکي په حواله لیکلي دي چې امریکا متحد ایالات اوسمهال د افغانستان له حکومت سره د نږدې اړیکو او مشورو سربیره د سولې د خبرو د پرمختګ له پاره ټولې لارې او امکانات اروزي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په مشخص ډول د الیس ویلز او طالبانو د لیدنې په هکله له تبصرې ډډه وکړه، خو ویې ویل چې میرمن ویلز د سه شنبې په ورځ له قطر څخه بیرته امریکا متحدو ایالاتو ته را رسیدلې ده.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا ولیز په دوحه کې د قطري له چارواکو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو په هکله خبرې او بحثونه کړي دي.

د سولې د خبرو پیل او تازه هڅې

والستریت ژورنال د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د دغه چارواکي په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر هر راز خبرې به د افغانستان د حکومت او طالبان ترمنځ ترسره کیږي. دا په  داسې حال کې ده چې امریکايي او افغان چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره رسمي خبرې د میاشتو په فاصله کې دي او زیاتوي چې دغه تازه هڅې هم ممکن د تیرو هڅو په څیر ناکامه شي. خو امریکايي چاراوکو بیا ویلي دي چې د سولې د خبرو په تړاو یې دا ځل د طالبانو له لوری جدي او تازه علاقه مندي لیدلې ده.

طالبانو په ۲۰۱۳م کال کې د قطر په پلازمینه دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیست ترڅو د سولې په تړاو د خبرو له پاره د طالبانو مشخص ادرس رامنځ ته شي. د طالبانو دغه سیاسي نمایندنګي بیا وروسته د افغانستان د حکومت تر تندو انتقادونو وروسته وتړله شوه. له هغې مودې راهیسې د طالبانو استازي په دغه هیواد کې د طالبانو د ډلې د غیر رسمي استازو په توګه فعالیت کوي.

امریکا متحد ایالات او افغان چارواکي بیا له مودو راهیسې پر اسلام آباد د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي. خو پاکستان یوازې پر طالبانو باندې خپل یو اندازه نفوذ تائیدوي، خو ټینګار کوي چې دوی پر طالبانو کنترول نه لري.

والستریټ ژورنال د خپلې مقالې په بله برخ کې لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په جون میاشت کې ویلي ول چې امریکا دې ته چمتو ده څو د سولې د خبرو له پاره له افغان حکومت او طالبانو سره ګډ کار وکړي.

پمپیو همدا راز ویلي ول چې دوی چمتو دي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر نقش باندې هم بحثونه وکړي. طالبانو تل له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او تل یې دغه څه د سولې د خبرو له پاره د شرط په توګه وړاندې کړي دي.