راپور: افغان محلي پوليس په جدي سرغړونو تورن دي
۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سهشنبهدغه پلټنو د افغانستان څخه د لويديځوالو د و تلو ستراتيژي چي په پايله کي به يي د ۲۰۱۴م کال تر پايه د ټول امنيت مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپارل سي په اړه نوي پوښتني را ولاړي کړي.
د بشر د حقونو د څار ټولنه وايي، چي داسي شواهد يې موندلي، چي محلي پوليس په وژنو، جنسي تيريو او په نورو جرمونو ککړ دي. پردې سربيره يي د بغلان، هرات او ارزګان په ولايتونو کي خپلسرانه توقيف ځايونه جوړ کړي.
د بشر د حقونو دڅار ټولني خپل دغه راپور د هغه اوو سيمو څخه، چي دغه پوليس په دندو بوخت دي د خپل ځان سره د خلکو مرکي رانغاړي.
ځايي پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کي کار کوي او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا ورسره مرسته کيږي. د دغو ځايي پوليسو د جوړولو څخه مقصد په ليرو پرتو سيمو کي د طالبانو په مقابل کي د خلکو څخه دفاع وه.
تر اوسه پوري ۷۰۰۰ تنه محلي پوليس د کورنيو چارو د وزارت له خوا په دندو ګمارل سوي دي. د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه کسانو ته روزنه ورکول کيږي، جلا يونيفورم لري، او معاش ورته ورکول کيږي.
د بشري حقونو د څار ددغي ټولني د آسيا لپار مشر، براد آدامس، ويلي: « د نړيوالو ځواکونو د شمير د راټيټولو فشار نه بايد د افغانانو د حقونو په بيه تمام سي.»
هغه زياته کړې:« کمزورې دولتداري، اختلاس او درغلي، د بشري حقونو څخه سرغړونه او د حکومت پلوه ځواکونو مصؤنيت، دا ټول د ياغي توب لاملونه دي. او په افغانستان کي رښتني ثبات ته د رسيدو لپاره بايد دغه ټول مسايل په پام کي ونيول سي.»
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو پخواني پوځي قوماندان، جنرال ديويد پيترياس، د مارچ په مياشت کي د محلي پوليسو جوړول په افغانستان کي د امنيت د ټينګښت لپاره يوه لويه لاسته راوړنه بللې وه.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند، جيمي کومينګز، ويلي چي د افغان دولت سره به په ګډه د دغه رپورټ پلټنه وکړي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل