راسموسن: افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو وړتیا لري
۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبهاعلان
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د جمعې په ورځ ویلي دي چې هغه په دې باور دئ چې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپل هیواد امنیت خپله وساتي.
په زاگرب کې د کروشیا د صدراعظم سره تر لیدنې کتنې وروسته هغه خبریالانو ته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دئ په دې ډاډمن دئ چې د دوی د پلان له مخې به د ۲۰۱۴م کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد په کچه امنیت ټینگ کړي.