1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د MMR درې گونی واکسین د کووید ۱۹ عوارض راکمولای سي

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

د یوې نوي پلټني نتیجه ښیی چي د شري ، کَله چَرِک او آب چیچک درې گونی واکسین کولای سي د کووید ۱۹ په ناروغي کي د سږو التهاب راکم کي. د کرونا پرضد د بدن پر دفاعي سیستم د سِل د واکسین د مثبت اغیز په اړه هم رپوټونه خپاره سوي .

https://p.dw.com/p/3emdJ
Symbolbild Impfung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Spata

د هغو پلټنو په نتایجو کي چي د »اِم بیو« په ځانگړې مجله کي خپاره سوي راغلي ، که څه هم دا کار د کووید ۱۹ په وړاندي مقابله نه سي کولای خو د یوه دفاعي اقدام په حیث ددغي ناروغۍ د شدیدو علایمو د مخنیوي سبب کیږي.

په دغو نتیجو کي دا هم راغلي چي هغه واکسینونه چي د شري ، کله چرک او آب چیچک په وړاندي ورڅخه استفاده کیږي ، کولای سي د سږو د سخت التهاب او یا هم د کووید ۱۹ ناروغۍ په بهیر کي د وینو له میکروبي کیدو څخه مخنیوی وکي. کووید ۱۹ د کرونا په ویروس باندي د اخته کیدو په نتیجه کي رامنځته کیږي.

د لوئیزیانا د ایالتي پوهنتون څخه پاول فیدل او د تولان له پوهنتون څخه مایری نوور په خپلو آزامایشی پلټنو کي دې نتیجې ته رسیدلي چي دغه واکسینونه د ویني د میکروبي کیدو په وړاندی انتي باډي رامنځته کوي.

په دغو آزموینو کي د وینی د میکروبي کیدو علت د ناروغیو د رامنځته کولو باکتریاوي دي. پلټنو ښودلې چي د ویني د میکروبي کیدو په وړاندی انتي باډي حتی د نورو هغو ناروغیو په وړاندي هم مقاومت رامنځته کوي چی ددغه واکسین په ترکیب کي موجودي نه وي.

ددغو واکسینونو لگول چنداني خطر نه لري او د هغو زړو کسانو له پاره هم اغیزناک وي چي په کوچنیوالي کی یې دغه درې واکسینونه نه وي لگولي. ددغو واکسینونو لگول هغو ډاکټرانو ته هم توصیه کیږي چي د کرونا د ناروغانو سره په تماس کي دي.

دغه دوه محققین وایی چي د واکسین لگول د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو په وړاندي د مقابلې له پاره آماده کوي، دا ځکه چي د ویني سپین کرویات د ناروغیو د رامنځته کیدو مشخصات ثبتوي او وروسته د نورو ناروغیو په وړاندي هم چی ورته والی سره لري ، غبرگون ښکاره کوي.

فیدل او نوور په خپله مقاله کي ټینگار کوي چي په اوس وخت کي د کرونا پر ویروس باندي د مایکوباکتریوم بوویس یا د سِل د واکسین د تاثیراتو د معلومولو له پاره هم په اروپا ، آسترالیا او امریکا متحده ایالاتو کي ، پر انسانانو باندي لږترلږه شپږ آزمویني پیل سوي دي. په ځینو دغو آزموینو کي د سِل د ناروغۍ واکسین د روغتونونو د کَدر په سطحه هم پیچکاري کیږي چی د کرونا د پاندیمي له ډیر خطر سره مخامخ دي.

کارپوهان وایی چي د سِل د ناروغي واکسین د نامشخصو گټورو اغیزو درلودونکی دی او واکسین سوی کس د نورو ناروغیو څخه هم ساتي. دغه واکسین کولای سي د نفس تنگۍ او نورو ناروغیو مخنیوی وکړي.