د G20 غونډه، د اوکراین د کړکیچ تر سیورې لاندې
۱۳۹۳ آبان ۲۴, شنبهد نړۍ د ۲۰ لویو اقتصادي قدرتونو چې د نړۍ د اقتصاد او سوداگرۍ لویه برخه په واک کې لري د مشرانو غونډه یا د G20 هیوادونو غونډه، د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) د استرالیا هیواد په بریزبن ښار کې جوړیږي. نړیواله اقتصادي وده د دغې غونډې د بحث اعلان شوې موضوع ده.
خو سره له دې ټولو وړاندوینه کیږي چې د اوکراین کړکیچ، د ایبولا نارغي او اقلیمي بدلونونه به هغه موضوعگانې وي چې په دې غونډه کې به پرې بحث وشي. همدارنگه اټکل کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځي فعالیتونو له امله د اروپایي مشرانو د غیر دوستانه چلن سره مخامخ شي.
د اروپایي ټولنې د شورا مشر هرمان فان رمپوې، بریزبن ته له رسیدلو سره اعلان وکړ چې د اروپا د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۷) یوه غونډه ولري څو د اوکراین پر وضعیت او پر روسیې د لا زیاتو بندیزونو موضوع بررسي کړي.
نوموړي وویل چې روسیه باید اوکراین ته د وسلو او ځواکونو استولو لړۍ بنده کړي، او هغه څه یې چې مخکې تر دې اوکراین ته استولي دي له دې هیواد څخه بیرته وباسي.
نوموړي زیاته کړه:«غواړم یو ځل بیا ووایم چې د اروپایي ټولنې هیوادونه د اوکراین د کړکیچ له پاره یوازې یوه حل لاره ویني او هغه هم سیاسي حل لاره ده [...] موږ له ټولو دیپلوماتیکو لارو چارو څخه کار اخیستنې ته دوام ورکړو.» رمپوې په خپلو خپلو خبرو کې بندیزونه هم له دغو لارو چارو څخه وبلل.
تمه کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اوکراین په ختیځ کې د فعالیتونو له امله د اروپایې ټولنۍ د مشرانو له سوړ او غیر دوستانه چلن سره مخامخ شي. د بریتانیې لومړي وزیر دیوید کیمرون، د جمعې په ورځ د G20 هیوادونو د غونډې په درشل کې د روسیې له خوا په اوکراین کې ترسره شوې اقدامات د «نه منلو وړ» وبلل. نوموړي خبرداری ورکړ چې دوی کولای شي د اروپایې اتحادیې او امریکا له لوري پر روسیې لا زیات بندیزونه ولگوي.
دا په داسې حال کې ده چې پوتین د نړۍ د اقتصادي قدرتونو د مشرانو غونډې په درشل کې وویل چې د روسیې پر وړاندې د اروپایې ټولنې او امریکا متحده ایالاتو بندیزونه یوازې روسیې ته زیان نه رسوي بلکې په عین حال کې نړیوال اقتصاد هم اغیزمن کوي.
د G20 په غړو هیوادونو کې امریکا متحده ایالات، د اروپایې اتحادیې یو شمیر هیوادونه، روسیه، سعودي عربستان، هند، ترکیه او کانادا شامل دي. د G20 په هره غونډه کې د کوربه هیواد له خوا میلمه هیوادونه هم بلل کیږي چې دا ځل د هسپانیا، میانمار، سنیگال، نیوزیلند، سنگاپور او موریتانیا د میلمه هیوادونو په توگه په دې غونډه کې گډون کوي.
په داسې حال کې چې اټکل کیږي د G20 غونډه به د اوکراین د بحران تر سیورې لاندی وي خو د دغې غونډې جوړونکي د هغې پر اصلي موضوع ټینگار کوي. د فرانسې خبري آژانس په حواله د استرالیا لومړی وزیر ټوني ابوت، چې په بریزبن کې د دغې دوه ورځنۍ غونډې مشري پر غاړه لري اعلان کړی دی چې د غونډې د کاري ورځو له پاره قوي کاري پلان موجود دی. د دې کاري پلان پر اساس به د نویو کار ځایونو پر رامنځته کولو، په نړیواله کچه له مالیاتو څخه د تیښتې پر مخنوي او د نړیوال اقتصاد پر پراخولو خبرې وشي.