د ۲۰۱۶م کال د نړۍ د ښکلا ملکه انتخاب شوه
د پورتاريکو ۱۹ کلنه محصله ستيفاني دل وايه، د نړۍ د تر ټولو ښايسته ښځې په توګه وټاکل شوه. له دومينیک جمهوريت او اندونيزيا څخه راغلو نجونو دويم او دریم مقام خپل کړ.
ستيفاني دل وايه (Stephanie Del Valle) چې ۱۹ کلنه محصله ده، د نړۍ د ښکلا د ملکې په توګه انتخاب شوه. د انتخاب دا مراسم د دسمبر پر ۱۸ نيټه واشنګټن ته نزدې په اکسن هيل سيمه کې ترسره شول.
ستيفاني دل وايه، دويمه پورتاريکويي نجلۍ ده چې د ښکلا د ملکې د انتخاب په ۶۶ کلن تاريخ کې دغه مقام خپلوي. په ۱۹۷۵م کال کې ويلنليا مرسد، چې هغه هم د پورتاريکو وه، دغه مقام لاسته کړی وو.
ستيفاني دل وايه، د نيويارک په «پیس» پوهنتون کې د رسنيو په رشته کې زده کړي کوي او په هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبو خبرې کولای شي. نوموړې به اوس يو کال د نړۍ د ښکلا ملکه وي.
وينزويلا د ۶ او هند د ۵ هيواد په توګه تر اوسه د ښکلا د ملکې تر ټولو زياتې سيالۍ ګټکلې دي.
د ښکلا د ملکې د انتخاب مراسم د ۱۹۵۱ څخه تر ۱۹۸۸م کال پورې په لندن کې ترسره کيدل. جنوبي افریفا، چين،اندونيزيا، امريکا او پولند يو يا يو څو ځله د دغه سياليو کوربانه شوي دي.
د ستيفاني دل وايه ترڅنګ چې د ۲۰۱۶م کال د ښکلا د ملکې په توګه انتخاب شوه، د دومينيک جمهوريت ياریتزا راميزر دويم او د اندونيزيا ناتاشا مانويلا دريم مقام ترلاسه کړ.
په دې سياليو کې د لويو وچو د ښکلا ملکې هم انتخاب شوې. د کينيا ايويلين تونګو، د افريقا د لوې وچې، اودرا ماري د امريکا د لوې وچې، داندو ناتاشا مانويا د آسيا، د دومينيک جمهوريټ يارتيزا رويیز د کاريبنک، د بيلجيم لنتي فرانس د اروپا د لوي وچې او د استرليا مادلين کوو د اوقيانوس د ښکلا د ملکې په توګه وټاکلي شوې.
د تر ټولو لوړ استعداد لرونکو په برخه کې د مغلستان استازې «بايارتسوستوګ آلتانګرل» دا سيالي وګټله. کانادا، چيلي، کرواسيا او سربستان په ترتيب دويم، دريم، څلورم او پنځم مقام خپل کړ.
د ښکلا ملکې د انتخاب په دې سياليو کې د ۱۱۷ هيوادونو استازو ګډون کړی وو.
له اسلامي هيوادونو څخه د مصر «آنتيګون کوستاندا» په ۱۹۵۴م کال کې او د ترکیې «عذرا آکين» په ۲۰۰۲م کال کې د ښکلا د ملکې لقب خپل کړی وو.
د ۱۹۹۰م کال وروسته دا دوهم ځل دی چې امريکا متحد ايالات د دې مراسمو کوربتوب کوي.
په دې وروستيو کالو کې د ښکلا د ملکې په انتخاب پورې تړلي پروګرام کې د کانديدانو په بیکيني يا د لامبو په ځانګړو جامو کې راڅرګنديدل له منځه وړل شوي.
د ۲۰۱۵م کال د ښکلا ملکه د هسپانيې ميرايا لالا ګونا رويو انتخاب شوه او دغه مراسم په چين کې ترسره شول چې د ۱۱۰ هيوادونو څخه راغليو نجونو پکښې حضور درلود. د دې مراسمو پر وخت چين د کانادا استازې ته د داخليدو اجازه ور نه کړه چې دا خبره د سخت احتجاج باعث وګرځيده.
انستازيا لين ته، چې په خټه چينايي ده او غوښتل یې د کانادا په استازيتوب په دغه سياليو کې ګډون کړي، د بشري حقونو په برخه کې د فعاليتونو له وجې يې چين ته د سفر اجازه ترلاسه نه کړای شوه.
د ښکلا د ملکې د انتخاب سيالۍ په ۱۹۵۱م کال کې په لندن کې په لومړي ځل پيل شوې او لومړۍ ګټونکې یې د سويډن «کیکي هاکانسون» وه. (انځور: په ۱۹۵۶م کال کې په اخیستل شوي دې انځور کې له «ښي اړخه څلورمه» د آلمان پيترا شورمان ده چې د دغه کال د ښکلا ملکه وه. په ۱۹۸۰ م کال کې آلمانۍ ګابريلا بروم هم دغه مقام خپل کړ خو يوه ورځ وروسته یې بیرته د دې څخه د استعفا اعلان وکړ.