د ۱۹۵۴م کال د می مياشت، د نړيوالي جگړې پای
د ۱۹۴۵ کال په می مياشت کي وو چي آلمان متفقينو ته تسليم سو او دوهم نړيوال جنگ پای ته ورسېد. په دغه وخت کي آلمان داسي خراب سوی وو چي يوه کنډواله غوندي ښکارېدی.
د ۱۹۴۴م کال د می مياشتي پر ۶ نېټه په نورماندي باندي د متفقينو په ور ننوتلو سره د نازي رژيم سقوط قطعي سو. د ۱۹۴۵م کال په لومړيو کي امريکايي ځواکونه په دې وتوانېدل چي د آلمان په لوېديځ کي «زارلند» ايالت ته ننوزي او د دغه ايالات مرکز زاربروکن ته نژدې يوه سيمه ونيسي. خو آلمانانو لا مقاومت کاوه.
که څه هم چي د هيتلر د پوځ ماته له وخته لا روښانه وه، خو پر برلين باندي د ۱۹۴۵م کال تر اپريل مياشتي پوري له متفقينو سره د ماتي تر وروستۍ شيبې سخت جنگ روان وو. د برلين تر نيولو وروسته په زرونو آلماني عسکرو او ملکيانو خپل ځانونه په خپله ووژل. په دې انځور کي د سره لښکر عسکر ښکاري چي د برلين د مشهوري دروازې براندنبورگ مخ ته ولاړ دي.
په دوهم نړيوال جنگ کي کولن ښار په پنځو کلونو کي ۲۶۲ واري بمبار سو. دغه ښار تر ډېره بريتانيا بمبار کړ. په دغه وخت کي کلن ښار په بشپړه توگه ونړېد.
د ۱۹۴۵م کال د اپريل مياشتي پر ۲۵ نېټه د زاکسن ايالت د الب پر پله باندي د وخت شوروي اتحاد سره لښکر او امريکايي عسکري له يوې او بل خوا راورسېدل او يو بل ته يې لاس سره ورکړ. دا د دوهم نړيوال جنگ يو له مشهورو انځورونو څخه دئ.
مونشن ښار ته نژدې د امریکايي ځواکونو له خوا د داخاو کمپ د نيوولو تر وروستۍ شېبي هم په دغه کمپ کي د اسيرانو وژونه روانه وه. په دې انځور کي امريکايي عسکر ښکاري چي په داخاو کمپ کي له جسدونو څخه ډک د اورگاډي يوه ډبه گوري.
د ۱۹۴۵م کال د می مياشتي پر ۲ نېټه په سره لښکر کي يوه کرجي عسکر پر رايشستاگ ودانۍ باندي سور بيرغ و رپاوه او په دې سره د نازيانو رژيم د نسکورېدل وښوول سول.
ډېر لږ خلک سته چي د آلمان په شمال کي د امدن ښار له سرنويشت سره آشنا وي. د ۱۹۴۴م کال د سپتمبر مياشتي پر ۶ نېټه د کاناډايي ځواکونو ۱۸۱ جنگي الوتکو د ۱۸ دقيقو په جريان کي ۱۵ زره بمونه چاودېدونکي مواد پر دغه بندري ښار باندي استعمال کړل. امدن په اروپا کي هغه ښار دی چي په جنگ کي تر ټولو ډېر تاوان ور رسېدلی دئ.
ډېر آلماني عسکر چي په جنگ کي ژوندي پاته سول اسيران سول. د امريکا او بريتانيا په بنديخانو کي وضعيت نسبتاً انساني وو. خو د روسانو په بنديخانو کي وضعيت بېل بېل. له ۱۹۴۱ کال څخه تر ۱۹۴۵م کال پوري له سره لښکره سره نژدې ۳ ميليونه آلماني عسکر اسيران سول چي ۱،۱ ميليون يې ووژل سول. د جنگ تر ختمېدو لس کال وروسته په ۱۹۵۵م کال بيا وروستي آلماني عسکر خپلو کورونو ته راغلل.
د ۱۹۴۵م کال د می مياشتي پر ۲ نېټه امريکايي ځواکونه د Stars and stripes ورځپاڼي له لاري د آدولف هيتلر د مرگ په اړه خبريږي او په څېرو کي ئې د جنگ د ختمېدو هيله راپيدا کيږي.
په دوهم نړيوال جنگ کي د اسن ښار د فولادو او وسلو جوړولو کروپ فاريکو د هيتلر په لښکر کښيو کي مهم رول لاره. خو دغه صنايع بيا سختي بمبار سوې.
په آلمان کي ټولي کنډواله سيمي د کوچنيانو د ساتيريو ځايونه گرځېدلي ول. دغه کوچنيان ول چي په رالوېدو سره يې د خپل وطن بيا رغاوني او جوړښت ته ملا وتړله.
تر جنگ وروسته يو آلمانی عسکر چي نور د ژوند کولو له پاره ئې هيڅ نه لرل.
اوس په برلين کي د براندنبورگ دروازې مخي ته په پاريس ميدان کي د دوهمي نړيوالي جگړې د پای د يادون په موخه يو نندارتون پرانيستل سوی دئ.