1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفراندونیزیا

د لادرکه شوې مېرمنې جسد د مار په خېټه کې

۱۴۰۳ خرداد ۲۰, یکشنبه

وروسته له دې چې یوه انډونیزیایۍ میرمنه لادرکه شوه، د هغې د لټون چارې په یوې وحشتناکې صحنې سره پای ته ورسیدلې. د دغې ښځې جسد د یوه لوی پيتون ډوله مار له خیټې څخه را وایستل شو.

https://p.dw.com/p/4gphK
Dunkle Tigerpython (Python molurus bivittatus), Albino, captive, Deutschland, Europa
د پيتون مار مختلف رونګونه لريانځور: Harry Laub/imageBROKER/picture alliance

د انډونیزیا د سولاوسي ایالت دغې اوسیدونکې خپل میړه ته ویلي وو چې د سره مرچو د خرڅولو له پاره دباندې وځي، خو هغه بیرته ستنه نه شوه. سیمه ایزو رسنیو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۸مه) رپوټ ورکړ چې یوه پنځه متره اوږد مار دغه ښځه روغه تیره کړې وه.

د ۴۵ کلنې فریدې جسد په داسې حال کې چې ټولې جامې یې پر تن وې د مار له خیټې څخه و ایستل شو. د کالمپانګ کلي سرپرست سواردي رزی، د (Detik.com) خبري انټرنټ پاڼې ته وویل: «کله چې هغه بیرته ستنه نه شوه، نو میړه او خپلوانو یې د هغې پسې لټون پیل کړ. د راتلونکي ورځې په سهار یې یو پیتون مار د دې ښځې د پاتې شوو وسایلو ترڅنګ ولیدل شو. د دې ښځې میړه د نورو کلیوالو په مرسته دغه مار مړ او خیټه یې ورته څیرې کړه.»

پیتون له لویې خیټې سره

سواردي وویل:«مخکې تر دې میړه یې د دې ښځې یو شمیر وسایل د پيښې ځای ته نږدې پيدا کړل. همدې خبرې هغه شکي کړ. کلیوالو وروسته سیمه وپلټله. هغوی ډیر زر یو پیتون مار چې لویه خیټه یې درلودله ولید. هغوی د مار خیټه څیرې کړه او له دې کار سره بې له ځنډه د فریدې سر را ښکاره شو.»

نوموړي زیاته کړه چې فریده له خپلو ټولو جامو سره د مار له خیټې را وایستل شوه. په داسې حال کې چې داسې پيښې ډیرې کمې رامنځته کیږي، خو په تیرو کلونو کې د پیتون مارانو له خوا په انډونیزیا کې د انسانانو د خوړلو یا تیرولو په پیښو کې یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تیر کال د انډونیزیا په سویل ختیځ سولاوسي کې د سیمې اوسیدونکو یو اته متره پیتون مار وروسته له هغې مړ کړ چې پر یوه بزګر یې حمله کړې وه، څو هغه وخوري.

په ۲۰۱۸م کال کې د سولاوسي په سویل ختیځ مونا ښار کې د یوې ۵۴ کلنې ښځې جسد د یوه اووه متره مار په خیټه کې موندل شوی وو.

یو کال مخکې په لویدیځ سولاوسي کې یو بزګر لادرکه شو. هغه هم د یوه څلور متره پيتون مار په وسیله خوړل شوی وو، یا په بله اصطلاح ژوندی یې له ستونې تیر کړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پاکستان:د نفقې پيدا کولو له پاره له مارانو سره خطرناک کارونه