د یونان په «موریا» کمپ کې د ځان وژنې د هڅو ډیریدل
۱۳۹۷ شهریور ۸, پنجشنبهموریا د یونان په لیسبوس ټاپو کې پروت د مهاجرینو یو له سترو کمپونو څخه دی. د بې پولو ډاکټرانو د سازمان په حواله، په دې کمپ کې اوسمهال ۸ زره او ۵۰۰ مهاجرین ژوند کوي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په دې کمپ کې د افغانستان، ایران، سوریې، عراق، کانګو او کامرون هیوادونو مهاجرین ژوند کوي. د دې کمپ واقعي ظرفیت ۳ زره او ۱۰۰ کسان دي.
په عین حال کې په دې کمپ کې له ۳۰۰۰ ډیر ماشومان هم ژوند کوي. د بې پولو ډاکټرانو د سازمان په حواله یاد کمپ د روغتیا، ټولنیزو چارو او د ژوند په برخه کې ډیر کم سهولتونه لري. د بې پولو ډاکټرانو سازمان مهاجر نیوز، ته ویلي چې د دې کمپ «وحشتناک» وضعیت د دې سبب ګرځیدلی چې دلته میشت کسان پر سختو رواني او د ژرو خفګان په نارغیو اخته شي.
د مهاجرینو خراب وضعیت
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د بې پولو ډاکټرانو د سازمان همغږې کوونکې لوکا فونتانا، د دې کمپ د وضعیت په هکله وايي: «روغتیايي سهولتونو ته نه لاس رسی اصلا د منلو نه دی... [په دې کمپ کې] د ژوند شرایط وحشتناک دی. اته زره کسان په داسې یوه کمپ کې ژوند کوي چې له ۳۰۰۰ ډیرو کسانو ظرفیت نه لري.»
د نوموړې په خبره په دې کمپ کې نفوس له حده وتلی دی او د هرو ۵۰ او ۶۰ کسانو له پاره یوازې یو تشناب موجود دی. خلک باید د خوړو د ترلاسه کولو له پاره باید درې ساعتونه په کتار کې انتظار وباسي. هغه زیاتوي چې مهاجرین اړ دي چې درې ساعته د سهار چای له پاره، درې ساعتونه د ماسپښین او درې ساعتونه هم د شپې د خوراک له پاره انتظار وکړي.
رواني ستونزې
په دې کمپ کې میشت زیاتره مهاجرین له جګړه ځپلو سیمو راتښتیدلي دي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان وايي چې د مهاجرینو په هیوادونو کې د جګړو پرمهال د دوی تجربې، او بیا وروسته د مهاجرت پر لار کړاونه د دې سبب ګرځيدلي دي چې یو شمیر مهاجرین په رواني ستونزو اخته شي.
د بې پولو ډاکټرانو د سازمان همغږې کوونکې لوکا فونتانا په دې هکله وايي: «موږ له کمپ څخه د باندې د رواني درملنو له پاره یو کلینیک هم لرو. موږ د ماشومانو په منځ کې د ډیرو رواني ستونزو شاهدان یو...دغه ماشومان چې له جګړه ځپلو هیوادونو راغلي ډیرې رواني ستونزې لري او د موریا [کمپ] د دوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی.»
د بې پولو ډاکټرانو سازمان دغې چارواکې همدا راز زیاته کړه چې دوی د ماشومانو د رواني ستونزو په برخه کې ځینې پروګرامونه تر لاسه لاندې لري. هغه ټینګار کوي چې دغه راز مرستې بسنه نه کوي او دوی د رواني درملنې په برخه کې لا ډیرو خدماتو ته اړتیا لري، داسې یوه موضوع چې د لیسبوس په ټاپو کې امکان نه لري.
د ځان وژنې هڅ
د موریا کمپ خراب شرایط د دې سبب ګرځیدلي چې یو شمیر مهاجرین په ځانګړې توګه ماشومان د ځان وژنې هڅې وکړي. خو په داسې یوه وضعیت کې چې دوی له نورو جلا نه دي او خصوصي حریم هم نه لري، دوی د ځان وژنې په هڅه کې نه بریالي کیږي او په کمپ کې نور مهاجرین یې د ځان وژنې د هڅې مخه نیسي.
لوکا فونتانا، په دې هکله وايي چې [په دې کمپ کې میشت] یو زیات شمیر کسانو د ځان وژنې هڅه کړې دي خو هغوی په دې کار نه دي بریالي شوي. د هغې په خبره دوی ان د ځان وژنې له پاره شخصي حریم نه لري. هغې زیاته کړه چې ګاونډیان د دغه راز کسانو مخه نیسي او بیا یې موږ ته راولي.
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ شمیرې ښيي چې په موریا کمپ کې میشت ۲۴ سلنه مهاجرین د افغانستان اوسیدونکي دي. دغه مهاجرین اجازه نه لري چې له دې ټاپو بهر شي او د یونانو نورو ښارونو ته سفر وکړي او یا هم د شمالي اروپا هیوادونو ته ولاړ شي.
د مهاجرینو پر سر د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ تر توافق وروسته، هغه شمیر مهاجرین چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې تر ۲۱ نیټې وروسته یونان ته داخل شوي، باید په همدې هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي. په عین وخت کې هغه شمیر مهاجرین چې په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوي او یا نه غواړي چې پناه ورکړي، یونان بیا کولی شي چې دغه مهاجرین بیرته ترکیې ته اخراج کړي.
مهاجر نیوز