د یونان په سواحلو کې ۱۳ کډوال ډوب شوي دي
۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبهلومړنۍ پیښه د ساموس ټاپو ته نږدي رامنځته شوې ده. د کښتې دننه لس جسدونه چې شپږ يې ماشومان دي موندل شوي دي او همدا راز د یوې نجلۍ جسد بیا ساحل ته نږدي موندل شوی دی.
دوه کسان لا تر اوسه هم لا درکه دي او د سمندري ځواکونو په وینا ۱۵ کسان له اوبو څخه ژوندي ژغورل شوي دي.
د فرنتکس په نامه اروپایي سرحدو ساتونکي سازمان یوي کښتۍ هم د ساموس ټاپو ته نږدي دوه جسدونه موندلي دي. فرنتکس همدا راز درې نور کسان ژغورلي دي. ژغورل شوو کسانو ویلي دي چې د هغوې کښتۍ کې ۱۵ کسانو ول.
د یوناني سمندري ځواکونو یو ویاند AFP خبري اژانس ته ویلي دي چې ترکي او یوناني سمندري ځواکونه د دې ډوبې شوې کښتې لټون پیل کړی دی.
د تیرې دوشنبې له ورځې راهیسي تر اوسه د یونان لیسبوس، کالیمنوس او رودس ټاپوګانو ته له رسیدو مخکې د کښتیو د ډوبیدو له کبله له ۶۰ څخه ډیر کسان مړه شوي دي چې ۲۸ یې ماشومان دي.
د جمې په ورځ د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې کسانو غوښتل چې د آژې له سمندرګي تر تیریدو ورسته ځانونه اروپا ته ورسوي. همداراز د چهارشنبې په ورځ هم د پنځو کښتیو تر ډوبیدو ورسته د ۱۱ ماشومانو په کډون ۲۴ کډوالو خپل ژند له لاسه ورکړی وو.
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمیشنری (UNHCR) د رپوټونو له مخې د سږ کال له پیل راهیسي د یونان سواحلو ته ۵۸۰۱۲۵ کسانو ځانونه را رسولي دي او همدا راز په ټوله کې ۷۲۳۲۲۱ کسان د مدیترانې له سمندرګي څخه راتیر شوي دي.
په افغانستان، منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو کې د جګړو له کبله په زرونه کسانو خپل کورونه پریښي دي او اروپا ته یي مخ کړی. اروپایي ټولنه هم د دې کړکیچ په کابو کولو کې تر اوسه پاتې راغلې ده.