د یونان لومړي وزیرله یوه افغان مهاجر ماشوم سره ولیدل
۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبهد یونان لومړي وزیر الکسیس څیپراس، یو افغان مهاجر ماشوم خپل کاري دفتر ته ور وباله او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه. امیر یو ۱۱ کلن افغان مهاجر دی چې د یوه رسم ګذشت د پروګرام په ترڅ کې د خپل ښوونځي له خوا د یونان بیرغ د لیږدولو له پاره انتخاب شوی وو.
دا پروګرام په یونان کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه د یادون په موخه جوړ شوی وو. لږ څه وروسته د ښوونځي مسئولینو پریکړه وکړه چې دغه افغان مهاجر ماشوم ته د یونان د بیرغ د لیږدولو اجازه ورنه کړي او پر ځای یې د ښوونځي اړوند یوه تابلو ورکړې وه.
دا کار د یو شمیر یوناني اتباعو او د مهاجرو د همکارو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو. په حقیقت کې دې چلن د یونان په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام د څرنګوالي په برخه کې یوه نوي بحث ته لاره پرانیسته.
په دې وروستیو کې د یونان لومړي وزیر په خپل تویتر او فیسبوک پاڼه کې له دغه افغان مهاجر ماشوم سره د لیدنې کتنې د جریان انځورونه خپاره کړي دي.
په انځورونو کې لیدل کیږي چې الکسیس څیپراس دغه ماشوم ته د یونان بیرغ د سوغات په توګه ورکوي. د تیرې جمعې په ماښام یو شمیر کسانو د دغه ماشوم پر کور تیږي او بوتلونه ور وغورځول. تر برید وروسته دغو کسانو یو یاداشت هم پریښې دی چې د نوموړۍ کورنۍ ته پکښې ګواښ شوی دی چې باید د یونان له خاورې څخه ووځي.
تر دې پيښې وروسته د یونان اړونده ادارو د ملګرو ملتونو سازمان د یوه پروګرام په چوکاټ کې د دې ماشوم د کورنۍ د استوګنې ځای هم بدل کړی دی. خو سره له دې ټولو په یونان کې ښې اړخې ډلې لکه «نیو نازي» نه غواړي چې د رسم ګذشت پر مهال دې د دغه هیواد بیرغ د یوه بهرني په وسیله ولیږدول شي.
زموږ له ارشيف څخه: