د یونان د پارلمان رئیس په موقتي ډول له خپلې دندې گوښه شوی
۱۳۹۱ مهر ۴, سهشنبهاعلان
د یونان د پارلمان رئيس پر هغه باندې د درغلیو د تورنو تر لگیدو وروسته په موقتې توگه له خپلې څوکۍ لیرې شوی دئ.
د پارلمان د رئیس دفتر ویلي دي چې هغه له خپل معاون څخه غوښتي دي، چې د نوموړې قضیې د پلټنې پر مهال په موقتي توگه دغه دنده پر مخ بوځي.
له آتن څخه خپریدونکي ورځپاڼې «Real News» د یونان د صدراعظم د محافظه کار گوند پر دغه سیاستوال د پیسو د سپینولو تور پورې کړی دئ.