د یمن ولسمشر هم استعفی وکړه
۱۳۹۳ بهمن ۳, جمعهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۲مه) د یمن ولسمشر عبدربه منصور هادي هم د دغه هیواد د لومړي وزیر خالد بحاح، له واک څخه تر لیرې کیدو وروسته له خپلې دندې استعفې وکړه. د یمن ولسمشر وروسته له هغې خپله استعفی وړاندې کړه چې د حوثي شیعه یاغیانو سره خبرې اترې له یوې بن بست سره مخامخ شوې. همدارنگه د دغه هیواد پلازمېنه صنعا هم د یاغیانو په کنترول کې ده او ولسمشر منصور هادي یې په خپل کور کې کلابند کړی دی. د لومړي وزیر او ولسمشر له استعفی سره په دغه هیواد کې روانه کړکیچنه وضعه نوره هم پیچلې شوې ده.
د اسوشیټډ پرس، خبري اژانس د رپوټ له مخې له حوثي ملیشو سره د موافقتنامې تر لاسلیک کیدو یوه ورځ وروسته د ولسمشر استعفی یو وار بیا په عربي نړۍ کې د دغه هیواد د تجزیه کیدو ویره رامنځته کړی ده. همدارنگه د ولسمشر استعفی به په دغه هیواد کې د القاعدې شبکې د څانگو د له منځه وړلو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو هڅې لا ستونزمنې کړې.
امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې په یمن کې د امنیتي وضعیت د لا زیات خرابیدو له وجې به له دغه هیواد څخه د خپل سفارت ډیر شمیر کارکونکي وباسي، خو په وینا یې سفارت به خپل کار جاري وساتي.
د یمن چارواکي وایي چې ولسمشر منصور هادي د حوثي ملیشو له خوا د فشار د ډیریدو او هغوې ته د ډیرو امتیازاتو ورکولو ته تر مجبورولو وروسته پارلمان ته خپله استعفی وړاندې کړی ده. منصور هادي له القاعدې سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له نزدې متحدینو څخه شمیرل کیده. ویل کیږي چې ایران د حوثي شیعه گانو سیاسي او مالي ملاتړ کوي، خو ایران په پرله پسې ډول دغه ادعاوې ردوي.
که څه هم د حوثي شیعه ملیشو اوس د پلازمېنې صنعا تر څنگ عملاً د یو شمیر نورو ښارونو او دولتي ادارو کنترول په خپل لاس کې اخیستی، خو دا چې د یمن د نفوس ډیره برخه سني مذهبه تشکیلوي نو د دې ویره موجوده ده چې په دغه هیواد کې به د فرقه یې نښتو اور تازه شي.
حوثي زیدي شیعه گان دي چې د دغه هیواد د شا او خوا ۲۵ میلیونه نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي او د هیواد په شمال کې ډیر غښتلي دي. د حوثي شیعه گانو غورځنگ د ولسمشر د استعفی په هکله خپل رسمي دریځ نه دی څرگند کړی، خو له خلکو څخه یې غوښتي دي چې د جمعې په ورځ له ماسپښین وروسته دې د دغه غورځنگ د ملاتړ په موخه سړکونو ته راووزي. همدارنگه دوی له پوځ څخه غوښتي دي چې خپلو مسئولیتونو ته ژمن پاتې شي او نورو حوثي ملیشو ته یې د تیارسۍ امر کړی دی.
د یمن د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر استعفی وروسته به د دغه هیواد د پارلمان مشر په مؤقتي ډول د دولت چارې پر مخ بیایي.