د گوانتانامو لومړی زنداني چې محاکمه کېږي له استراليا څخه دی۱۳۸۵/۱۲/۱۱۱۳۸۵ اسفند ۱۱, جمعهپه گوانتانامو کې د يو څو کاله بند څخه وروسته اوس په لومړي ځل يو سړی د امریکې يوې نظامي محمکې ته معرفي کېږي. ديويد هيکس په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې نيول شوی و او د امريکې د دفاع وزارت لخوا پرې دغه تور لگېدلی دی چې ده د تروريزم ملاتړ کړی دی.https://p.dw.com/p/DKFDدغه محکمه به په دوبي کې پيل شيانځور: APاعلاندغه محاکمه به په دوبي کې پيل شي. دا په داسې حال کې ده چې د گوانتانامو پنځه نور زندانيان خوشي شول. په هغو کې دوه تنه له افغانستان او درې نور له تاجکستان څخه دي او خپلو هېوادونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې ده.