1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګروپ يا څراغ په واسطه هم جاسوسي ممکنه ده

۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه

شور او غږونه صوتي څپې رامنځ ته کوي چې له کبله يې د ال اي دي يو ګروپ يو څه په اهتزاز راځي. خو اسرائيلي څېړونکو په دې ډول سره څنګه وکولی شول چې د يوې ودانۍ جاسوسي وکړي؟

https://p.dw.com/p/3e4rs
Deutschland | LED-Glühbirne
انځور: picture-alliance/dpa/P. Brandstädter

طبعاً د جاسوسۍ له فلمونو څخه هر څوک پوهيږي چې په يوه کوټه کې د ناستو کسانو خبرې څنګه اورېدل کېدای شي.‌ ډېری وخت د کور په بېلو خونو کې واړه مايکروفونونه ځای پر ځای کيږي،‌ که هغه تر يوې تابلو او که د برق له سويچ سره جوخت لګول شوي وي. دباندې بيا کوم څوک په يوه لارۍ کې ناست وي او خبرې يې اوري.

که کوټې ته د ننوتلو کومه لاره نه وي، نو خبرې له بهر څخه هم د يوه قوي مايکروفون له خوا ثبتېدلی شي.‌ يو عصري متود بيا دا دی چې په کور کې دننه د ناستو کسانو موبايل يا کمپيوټر هک او مايکروفونونه يې فعال کړای شي.

پرته له مايکروفونه جاسوسي

د دغه ډول څارنې له پاره مايکروفون ته اړتيا وي. خو اسرائيلي څېړونکو اوس وښودله چې خبرې د ال اي دي ګروپونو د اهتزازونو په واسطه هم اورېدل کېدای شي.

Symbolbild | Geheimdienst
انځور: picture-alliance/dpa/ZB

ځکه چې خبرې يا موزيک صوتي څپې رامنځ ته کوي او دغه څپې د ال اي دي ګروپونه هم يو څه په اهتزاز راولي. په دې سره د ګروپ رڼا هم تغيير مومي. که دغه بدلون هر څومره لږ هم وي، خو دا بيا کافي وي څو د هر صوت اوږدوالی او فريکوينسي اندازه کړل شي.‌

دا يو څه حيرانونکي برېښي،‌ خو داسې‌ ښکاري چې دغه عمليه نتيجه هم ورکوي. د نېګېف د بن ګوريون پوهنتون او د وايڅمن د ساينس انستيتوت څېړونکو خپله نسبتاً ساده تجربه په خپله ويبپاڼه کې د يوې لنډې ويډيو او عکسونو سره مل معرفي کړې ده.

ډېره ساده تجربه

د یوه پله د پاسه څېړونکو يو عادي تليسکوپ چې الکترونيکي او اُپتيکي سنسورونه يې درلودل د دفترونو يوې ۲۵ متره لرې پرتې ودانۍ ته متوجه کړ. دغه تليسکوپ يې د څراغ په يوه له دباندې ليدل کېدونکي ال اي دی ګروپ باندې متمرکز کړ.

ورپسې څېړونکو په دغه «څارل»‌ شوي‌ اطاق کې درې مختلف صوتونه وغږول.‌ هغه د کولد پلی او بيټلز په نوم د موسيقۍ د ډلو سندرې او بل د متحده آيالاتو د ولسمشر ترمپ يوه وينا وه.

وروسته له هغه چې دغه صوتونه د مختلفو فيلټرونو له يوه سيستم څخه تېر او صاف کړای شول، هغه په ژوندۍ بڼه د اورېدو وړ وګرځېدل.

Euromaxx 31.01.2017
انځور: DW/Dluzak

 

په ژوندۍ بڼه د خبرو اورېدل

په ۲۰۱۴ کال کې د متحده آيالاتو د ام آي ټي انستيتوت څېړونکو له مايکروسوفت او آدوبي شرکتونو سره يو ځای داسې يو الګوريتم رامنځ ته کړی و چې يو صوتي سګنال يې له دې لارې بيا رغولی شوای چې په يوه ويډيو کې د ښودل کېدونکو بېلابېلو شيانو کوچني اهتزازونه او لړزېدنې يې څېړلې. خو د صوتونو او غږونو بيا رغونې ډېر وخت ونيو،‌ په داسې حال کې چې اسرائيلي څېړونکو اوس دغه کار په خپل اصلي وخت او په ژوندۍ بڼه تر سره کړ.

د تعجب خبره دا هم ده چې د ګروپ يا څراغ په واسطه «اورېدل» شوي غږونه نه يوازې دا چې د انسان غوږ يې اوري او حس کولی شي، بلکې په ويډيو کې څېړونکو دا هم وښودله چې د موزيک د پېژندنې يو آپليکيشن هم دغه صوتونه پېژندلی شي.‌ په دغه مورد کې د «شازام» په نوم آپ استعمال شو.‌ د ترمپ وينا هم د ګوګل د ژبې د پېژندنې د پروګرام له خوا وپېژندل او سمدلاسه په کتبي‌ شکل وړاندې شوه.

د يادې تجربې پايلې تر اوسه پورې د نورو کارپوهانو له خوا څېړل او تائيد شوې نه دي چې ښايي‌ د اګست مياشتې په پای کې د معلوماتي خونديتابه په يوه کنفرانس کې په خپلو ټولو جزئياتو سره معرفي کړل شي.