د کیري او کرزي تر منځ د خبرو اترو دریم پړاو
۱۳۹۲ مهر ۲۰, شنبهامریکايي مقاماتو ویلي دي چې د دواړو اړخونو تر منځ په اختلافی ټکو کی کموالی راغلی دی. جان کیري د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر یوولسمه) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید او د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر یې له افغان ولسمشر سره خبرې اتر وکړې. د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په سهار تر سره شو او په پام کې وه چې افغان ولسمشر په دې تړاو یوې خبرې غونډي ته وینا وکړي، خو دغه خبري غونډه وځنډیده.
د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل: «اوس هم ځینې موضوعات شتون لري چې موږ یې باید بشپړ کړو. نو له دې امله د خبرو اترو دریم پړاو ته اړتیا ده چې نن ماښام [شنبه] تر سره شي.» متحده ایالات په دې هڅه کې دي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه پوره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک شي.
امریکایي مقاماتو هیله څرگنده کړې ده چې دواړه اړخونه به د امنیتي تړون پر سر یوې موافقې ته ورسیږي. خو اوسني بن بست د روانې میاشتې تر پایه پورې د دغه تړون د بشپړیدو په اړه شک او تردید رامنځ ته کړی دی. امریکایي مقاماتو ویلي دي که چیرې دواړه هیوادونه کوم توافق ته و نه رسیږي، له ۲۰۱۴م کال وروسته به افغانستان کې کوم کوم امریکایي سرتیری پاتې نه شي.
تر دې دمخه د رویترز خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې له جان کیري سره په دې سفر کې ملګری دی، وویل چې د امنیتي تړون پر سر اختلافي ټکو کې کموالی راغلی دی. رویترز د دغه چار واکي نوم نه دی افشا کړی. واشنګټن هڅه لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه پورې نوموړی تړون لاس لیک شي، خو افغان چارواکي لا تراوسه د خپل هیواد پر ځینو غوښتنو ټینګار لري.
افغان ولسمشر حامد کرزي تر دې د مخه ویلي وو، هر کله چې دواړه هیوادونه د دغه امنیتي تړون پر سر یوې موافقې ته ورسیږي، لویه جرگه به راوغواړي چې دغه دوه اړخیز امنیتي تړون تائید کړي.