د کډوالو پر کمپ بمبار په لسونو انسانان وژلي دي
۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبهد نایجریا یوې جټ الوتکې د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د کډوالو پر يوه کمپ باندې بمبارۍ کړی چې پکښې مرستندویه کارکوونکي او کډوال وژل شوي دي. د نایجریا د پوځ او بې سرحده ډاکټرانو سازمان په حواله په پیښه کې همداراز یو شمیر ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خبره په دې «لړزونکې او نه مننونکې» بمبارۍ کې ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د نایجیریا پوځ بیا د تلفاتو د شمیر په اړه نور معلومات نه دي وړاندي کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم روښانه کړې ده چې د پیښې په وژل شویو کسانو کې یې شپږ کارکوونکي شامل دي او ۱۳ تنه نور مرستندویان ټپیان دي.
پیښه د سه شنبې په ورځ د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې په ران اړوندو سیمو کې رامنځ ته شوې ده. دغه سیمه د بورنو ایالت په څنډه کې چې له چاد او کامرون هیوادونو سره پولې ته نزدې موقعیت لري، پرته ده.
د نایجیریا په بورنو ایالت کې «بوکو حرام» ډله ډیره فعاله ده چې په ۲۰۱۰م کال کې د خپل فعالیت له پیل راهیسې یې څه نا څه ۱۵۰۰۰ کسان وژلي او شاوخوا دوه میلیونه نور یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.
د نایجیریا ولسمشر محمدو بوهاري، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې هغه په خواشینۍ سره د دې پیښې خبر ترلاسه کړی دی او د پیښې له قربانیانو سره يې خپله غمشریکي ښوولې ده. هغه همداراز د وضعیت په کابو کولو کې د ایالتي حکومت د ملاتړ ژمنه کړې ده.
برید جنرال لوکي ایرابور، چې د بوکو حرام ډلې پر ضد د عملیاتو مشري پر غاړه لري، ویلي دي چې پوځ به د پیښې په اړه یوه هراړخیزه څیړنه وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې پوځ هیڅکله هم په قصدي توګه ملکي وګړي نه په نخښه کوي.
ایرابور وویل: «دا د جګړې پایله ده. دا یوه خواشینوونکې پیښه ده. له همدې کبله باید دغه جګړه پای ته ورسیږي.»
تر دې مخکې هم ځایي اوسیدونکو د بوکو حرام پر ضد د هوایي بمباریو په پایله کې د ملکي تلفاتو خبر ورکړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د نایجیریا پوځ اوس له بوکو حرام څخه د سیمو د نیولو په حال کې دی.
نور مطالب: