1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د شمالي کوريا د رهبر روغتيایي وضعيت نازک دی»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

د شمالي کوريا رهبر، کيم جونګ اون، له دوو اوونيو راهیسې په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی. د هغه د خراب روغتيايي وضعيت په اړه آوازې خپرې شوي دي. ترمپ ورته د ښې روغتيا هيله کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bOPO
Nordkorea: Raketenübungen unter Leitung von Führer Kim Jong Un
انځور: Reuters/KCNA

چين د کيم جونګ اون د روغتيايي وضعيت د څيړلو په موخه، شمالي کوريا ته د روغتيا يو پلاوی استولی دی. دغه پلاوی په داسې حال کې استول شوی چې د جونک اون د روغتيايي وضعيت په اړه آوازې لا نه دي کمې شوي.

د رويټرز خبري آژانس د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۵مه) د څو سرچينو په حواله خبر ورکړ چې يو لوړپوړی پلاوی چې مشري يې د چين د کمونيستي ګوند يو غړی کوي، د پنجشنبې په ورځ شمالي کوريا ته استول شوی دی. دغه پلاوی د دواړو هيوادونو د مناسباتو د تنظيمولو دنده په غاړه لري.

رويټرز زياتوي چې د چين خارجه وزارت او د چين د کمونست ګوند نړيوالې څانګې د دغه پلاوي د استولو په اړه څه نه دي نه ويلي.

تر دې مخکې د اپريل په ۲۱مه نيټه، له سئول څخه اداره کيدونکې ويب پاڼېDaily NK رپوټ ورکړی وو چې کيم جونګ اون د اپريل میاشتې په ۱۲مه په روغتون کې بستر شو چې بيا تر لږ ځنډ وروسته د زړه او رګونو تر عمليات لاندې ونيول شو. سي ان ان شبکې هم د امريکا د يو حکومتي چارواکي په حواله ويلي دي چې د کيم جونګ اون روغتيايي وضعيت نازک دی.

خو په سويلي کوريا کې يوې سرچينې د دغو رپوټونو په ردولو سره رويټرز ته وويل، چې د شمالي کوريا رهبر ژوندی دی او په احتمال سره به ډير ژر په عام محضر کې راښکاره شي.

کيم ته د ترمپ د روغتيا هيله

که څه هم د شمالي کوريا د رهبر د روغتيايي وضعيت په اړه کره رپوټونه نه دي خپاره شوي، خو د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه ته د ښې روغتيا هيله مندي کړې ده.

ترمپ د شمالي کوريا حکومت ته په يوه پيغام کې ليکلي دي چې «د هغه له پاره تر ټولو ښې هيلې» لري او اميد لري چې بيرته یې خپل ښه روغتيايي حالت ته راوګرځي.

ترمپ ويلي دي که چيرته «رپوټونه» صحيح وي، نو کيم په «ډيرو جدي شرايطو» کې قرار لري.

پيونګ يانګ په خپله د دغه هيواد د ځوان رهبر د روغتيايي وضعيت په اړه چوپه خوله پاتې دی. د شمالي کوريا حکومتي رسنيو هم تر اوسه پورې د دغه ۳۶ کلن رهبر د زړه عملیات یا د هغه د زړه او رګونو احتمالي ستونزو ته کومه اشاره نه ده کړې.

د شمالي کوريا رهبر، کيم جونګ اون، تيره اوونۍ (د اپريل ۱۵مه) په ناڅاپي توګه د خپل نيکه او د شمالي کوريا د بنسټ ايښودونکي، کيم ايل سونګ د پيدايښت په جشن کې ګډون ونه کړ. کيم ايل سونګ په کال ۱۹۹۴ کې ومړ.

دويچه ويله/م.ک.ص/ن.ص