د کوټي د قربانيانو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ سو
۱۳۹۱ بهمن ۲۹, یکشنبهد اوبو په ټانکر کې ځای پر ځای شوی بم د کوټي د «هزاره ټاون» په ناحيه کې وچاودېد چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه ګان دي. د پاکستان د بلوچستان ايالت د مرکز کوټي د پوليسو مشر، وزير خان ناصر د فرانسې خبري اژانس ته وويل:
«موږ د يوې چپه شوې ودانۍ له کنډوالې څخه نور مړي هم راوايستل، چې د مړو شمېر نور هم زيات شو.» ناصر زياته کړه چې دغه بريد «يوه فرقه يي حمله وه چې شيعه ټولنه يې هدف وه.»
د کوټي د پوليسو بل مشر، زبير محمود وويل چې د اوبو ټانکر، چې د رسمي معلوماتو له مخې په ۸۰۰ کيلوګرامو چاودېدوکو موادو ډک شوی وو، د يوې دوې پوړيزي ودانۍ يوې پايې ته نزدې ولاړ وو. ودانۍ په چاودنه کې ونړېده. محمود زياته کړه:
«موږ وېره لرو چې ډېر خلک به دننه بند وي. د ژغورنې کار روان دی خو زه ډېره هيله نه لرم چې هغوی دې ژوندي پاته وي.» د منع شوې «لښکر جنګوي» ډلې يوه وياند د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.»
د پاکستان د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو ايالتي وزير، اکبر حسين دراني وويل چې په مړو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. نوموړي وويل:
«موږ وېره لرو چې تلفات به لا ډېر وي. موږ په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.»
چارواکو او عيني شاهدانو وويل چې تر بمي بريد وروسته راپارېدلو خلکو سيمه محاصره کړه او پوليس، ژغورونکي او خبريالان يې نه پرېښودل چې ورشي. دراني زياته کړه: «هغوی په قهر ول او په احتجاج يې وکړ، ځينو پر پوليسو باندې ډبرې وغورځولې.»
سيد قمر حيدر زيدي، چې د شيعه ډلو وياند دی، د پاکستان حکومت وغانده چې شيعه ټولنه په سم ډول نه ساتي او درې ورځې ماتم يې اعلان کړ.
بلوچستان له ايران او افغانستان سره ګډي پولې لري او په پاکستان کې د سني او شيعه مسلمانانو د فرقه يي تاوتريخوالي مرکز جوړ شوی دی. شيعه ګان د پاکستان د تقريباً۱۸۰ ميليونو اوسېدونکو نزدې پنځمه برخه تشکيلوي.
د روان کال په جنورۍ مياشت کې د بيليارد په يوه کلب کي د دوو ځانمرگو بريدونو په پايله کي لږ تر لږه ۹۲ انسانان مړه او ۱۲۱ ټپي شول. دغه پيښه د فرقه يي تاوتريخوالي تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې «لښکر جنګوي» يې بيا هم د پړې ادعا کړې وه.
دا په داسي حال کې ده چي د بشر حقونو د څار ټولنې ويلي ول چې ۲۰۱۲ کال د پاکستان د شيعه ګانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو، چې څه باندې۴۰۰ انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پاکستان لومړي وزير، راجه پرويز اشرف، تېره مياشت د بلوچستان ايالتي حکومت منحل کړ. په دغه ايالت کې د اسلامپالو د فعاليتونو تر څنګ سيمه ييز پاڅون هم جريان لري چې موخه يې زياته سياسي خپلواکي او د سيمې له طبيعي زېرمو څخه زياته برخه تر لاسه کول دي.