د کوم مسلک خلک په آلمان کې ژر کار ترلاسه کولی شي؟
په آلمان کې په یو شمیر کاري رشتو کې چې د پرسونل کمبود وي، له بهرنیانو څخه غوښتل کیږي چې په دغه هیواد کې د کار کولو ځانګړي اجازه ترلاسه کړي. خو په کومو برخو کې دوی کولی شي بی له تحصیلي اسنادو هم کار وکړي؟
داکتر
په دې څانګه کې کار د مقرراتو پر بنسټ تنظیم شوی یعني په دې برخه کې د پوهې سطحه باید د آلماني معیارونو سره برابر وي. هغه داکتران چې له اروپایې اتحادیې څخه بهر آلمان ته راغلي دي په دې هیواد کې د کار له پاره باید اجازتنامه ترلاسه کړي. دغه اجازتنامه کیدای شي موقتي او یوازې په هغه ایالت کې اعتبار ولري چې دغه اجازتنامه یې ورکړې. بله نا محدوده اجازتنامه ده چې د هغې ترلاسه کولو له پاره باید امتحان ورکړي.
نرس
په دې رشته کي سړی کولی شي یوازې د ایالتي ادارو له اجازتنامې سره کار وکړي، خو د یوې ازموینې ورکول اړين دي. یو شمیر درسي پروګرامونه او کاري تجربي د جبران وړ دي، خو که چیرې دغه توپير ډیر زیات وي بیا نو باید یوه تخصصي آزمونه ورکړي او یا هم یوه دری کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړي. نرسان یا نرسانې هم باید په روزمره ژوند کې کاریدونکي آلماني او طبي اصطلاحاتو سره آشنایې ولري.
انجینر
په آلمان کې د انجینر په توګه د کار کولو له پاره حتمي نه ده چې د دغه شخص د انجینرۍ خارجي دیپلوم دې په رسمیت پیژندل شوی وي. کار ورکونکی شرکت په خپله پریکړه کوي چې آیا نوموړی شخص چې د کار ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې یو مناسب کس دی او که څنګه؟ په عین وخت کې د یوه مسلک په برخه کې تخصص د کار په بازار کې جانس زیاتوي.
د کمپوټر متخصص
د دې مسلک له پاره تر اوسه بورې خاص قوانین نه دي وضعه شوي. د یوه کاري ځای د موجودیت په صورت کې هر څوک چې ځان مناسب بولي خپل غوښتنلیک دي واستوي. د ۲۰۱۶ کال د احصایو له مخې په دې برخه کې متخصصیونو ته تقاضا ډیره شوی ده.
د حرفوي زده کړو متخصصین
د ۳۰۱۳ م کال را په دیخوا د آلمان د کار د چارو وزارت په آلماني شرکتونو کې د مسلکي کارګرانو له پاره شرایط آسانه کړي دي. د هغو شمیرو له مخې چې د ۲۰۱۶ م کال په سپټمبر میاشت کې اخیستل شوي دي مسلکي بهرنیان تر ټولو زیات د فلزکارۍ، د پرزو نصبولو، د برښنا ټکنالوژۍ، پایپ جوړونې، چت جوړونې او نورو ساختماني برخو کې له دغو آسانتیاو څخه ګټه اخیستې ده.
تحصیل یافته متخصصین
د دې رشتو متخصصین باید په آلماني ژبه پوه اوسي او په خپله رشته کي یې لوړی زده کړې کړي وي. که څه هم د دوی د تحصیلي اسنادو تائید حتمي نه دی خو د کار په چارو کې د آلمان فدرالي اداره سپارښتنه کوي چې د بهرنیانیو متخصصینو دیپلومونه باید له آلماني معیارونو سره سم وي. دغه اسناد د سوداګرۍ او صنایعو ادارې له خوا ارزول کیږي او شاوخوا دری میاشتې وخت نیسي.
کوم ځای ته باید مراجعه وشي؟
پر دې د پوهیدلو له پاره چې آیا ستاسي دیپلوم چي له آلمان څخه مو بهر اخیستې دی په رسمیت پيژندل کیدو ته اړتیا شته او که نه، د دې انټرنټي ادرس www.anerkennung-in-deutschland.de دې برخې Anerkennungsfinder ته مراجعه وکړئ. همدارنګه په دې ادرس کې هغه آژانسونه موندلی شئ چې ستاسي اسناد ارزوي.