1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کندهار ښار په اکثرو مسجدونو کي د فاتحو لړۍ نه شکیږي

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د کندهار په هره ناحیه کي، چي سړی تیریږي، نو خامخا به د یو مسجد مخ ته د فاتحې مراسمو ته د راتلونکو کسانو له پاره ښه راغلي ته یوڅو کسه لاس پرنامه ولاړ وويني. په اکثرو هدیرو کي هره ورځ د جنازو ښخولو ته خلک راټول سوي وي.

https://p.dw.com/p/3duxj
Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي په دغه ولايت کي د کرونا ويروس پر ډيرو پيښو سره بيا هم خلک د غه وبا جدي نه گڼي او په ټول ښار کي پنځه کسان و نه ليدل سي چي ماسکونه يې اغوسټي وي.

په کندهار کي ځيني قبر کيدونکي وايي چي له اختر را وروسته يې په لسونو مړو سوو کسانو ته قبرونه کيندلي دي. د هغوی په خبره د دغو کسانو ډيری له کرونا څخه مړه سوي دي.

د کندهار ښار د پنځمي ناحيې د (ده خواجه) په سیمه کي یو قبر کیندونکی حاجي تور وايي چي له اختر راهیسي يې تر شلو زیات کسان ښخ کړي دي: «خلک ږغ نه کوي، مګر ما چي يې له کورنۍ څخه پوښتنه کړې ده، هغه وايي زموږ مشر د کرونا مریضي له لاسه مړ سو.»

په کندهار ښار کي د یوه مسجد ملا امام، چي نه غواړي نوم يې په رسنیو کي خپور سي دویچه ویله ته وویل، په دې درې میاشتي يې نه په یادیږي، چي جنازې یا هم فاتحې نه وي تللی.

په کندهار کې د محدودیتونو پرمهال یو خولۍ پلورونکۍ د مشتریانو په انتظار دی.
په کندهار کې د محدودیتونو پرمهال یو خولۍ پلورونکۍ د مشتریانو په انتظار دی. انځور: DW/M. Spesalay

د ده په قول، په نورو سیمو کي هم د مسجدونو ملا امامانو ورته ویلي، چي د کرونا له ناروغۍ سره سم د جنازو او مړو ته د غسل ورکولو سلسله ډېره چټکه سوې ده: «خدای مي دي غاړي نه بندوي، داسي ورځ مي نه په یادیږي چي زه دي یوې جنازې یا یوې فاتحې ته نه یم تللی، ځکه یا زموږ د محلې خلک وي، چي وفات سوي وي یا هم په نورو ځایونو کي له دوستانو او شناخته وو څخه یوڅوک وي.»

خو د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست د بيړنيو پيښو سره د مبارزې مسئول بيا وايي چي په دغه ولايت کي تر اوسه پوري ۱۸ کسان په کرونا ويروس مړه سوي دي.

ډاکټر محمد سرور فیروزي وايي، تردې ګړیه په کندهار کي ۳۸۱۶ د کرونا وایروس سمپلونه د معایناتو له پاره اخیستي، چي له دې ډلي څخه يې  ۱۱۱۹ مثبتي او پاته نوري منفي دي.

د فیروزي په خبره، د مثبتو ناروغانو له جملي څخه ۸۸۳ نارینه او ۲۳۶ ښځي دي، چي د یاد شمیر ناروغانو څخه ۲۰ تنه په عینو روغتون کي قرنطین او ۹۱۶ نور ناروغان په خپلو کورونو کي قرنطين دي: «زموږ ټاکل سوي ګرځنده ډلي پر ټاکلي وخت له ټولو ناروغانو سره په تماس کي دي او هره ستونزه چي وي ژر يې حل ته لستوڼي راپورته کوي.»

د ډاکټرفیروزي په خبره، تراوسه په کندهارکي د کرونا ناروغۍ څخه ۱۶۵ تنه روغ سوي او ۱۸ تنه مړه سوي دي.

په کندهارکي روڼ اندي، مدني او روغتیايي فعالان او د بشري حقونو ملاتړي له عامو خلکو غواړي، چي خپل ځان او کورنۍ له دې وژونکي وبا څخه په جدي ډول وژغوري.

Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

دوی له خلکو غواړي، چي د کرونا د مخنیوي په اړه د ډاکټرانو سپارښتني خامخا عملي کړي. مګر عام خلک بیا وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه سي کولای، چي په کور کي کښېني. د خلکو په خبره، تر اختر مخکي يې د قرنطین له لاسه اقتصادي ژوند سخت تریخ سوی او تراوسه هغه تشه نه سي ډکولای.

 محمدابرهیم سپېڅلی/ کندهار