د کندهار پر میرویس روغتون برید شوی
۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبهاعلان
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې برید کوونکي څوک وو، او یا دا چې ایا هغوی له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لره او که نه.
د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس امنیتي ځواکونه میرویس روغتون ته رسیدلي دي. په دغه روغتون کې ډیر وخت د جګړې قربانیانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کیږي.
د کندهار ولایت دغه چارواکي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یو برید کوونکی وژلی دی او یو بل لا هم په روغتون کې دی.
خپلواک وویل: «تر اوسه پورې کوم ناروغ، د ناروغانو پای واز، د روغتون کارکوونکی او زموږ امنیتي پرسونل نه دی ژوبل شوی.» هغه زیاته کړه: «موږ په ډیر احتیاط سره پر مخ ځو.»