د کندهار مرستيال والي عبدالطيف اشنا په ځانمرګي بريد کي ووژل سو
۱۳۸۹ بهمن ۹, شنبهد افغانستان د کندهار ولايت مرستيال والي عبدالطيف اشنا د يوه ځانمرگي بريد په يايله کي وژل سوی دی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغي پيښي پخلی کړی دی او ويلي يې دي چي دغه بريد د شنبې په ورځ د کندهار په ولايت کي تر سره سوی دی.
د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري و اسوشيېټډ پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د کندهار د مرستيال والي د موټر سره يو موټرسايکل وجنگول سو چي ورباندي ځانمرگی بريد کوونکی سپور ؤ.
امنيتي چارواکو ويلي دي چي د ځانمرګي بريد په ترځ کي د مرستيال والي درې ساتونکي سخت ژوبل سوي هم دي.
د کندهار ولايت چي د افغان حکومت د وسله والو مخاليفونو مرکز هم بلل کيږي په تيرو دولسو مياشتو کي پکښي د وسله والو بريدونو شمېر زيات سوی دی. پداسي حال کي چي په نوموړي ولايت کي د وسله والو په وړاندي پوځي عمليات هم دوام لري افغان حکومت او نړۍ واله ځواکونه پدې نه دي توانېدلي چي امنيت برقراره وساتي.
دا لومړی ځل ندی چي د کندهار په ولايت کي پر حکومتي چارواکو بريدونه تر سره کيږي. د دې څخه تر مخه هم ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او د ولايتي شورا غړي د بريدونو قربانيان سوي دي.
بله خوا جنوب غرب حوزي كښي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بياويلي چه دا يو ځانمرګي بريد ؤ چه د يوتن طالب له خوا ترسره سوي چه دكندهار د ولايت د مقام دمرستيال انجنيرعبدالطيف اشنا په ګډون ي دهغه څلورتنه ساتونكي هم وژلي دي.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: محمد قاسم نوري