1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کندهار د پيښي تازه جزئيات

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئيس معصوم ستانکزي په کندهار کي ويلي دي چي د وروستۍ پيښي بریدګر په جعلي تذکرې، غلط نوم او د یوچا په شناخت بې څیړني او معلوماتو په دنده ګومارل سوی و.

https://p.dw.com/p/36wmW
Afghanistan NDS-Pressekonferenz zu Mord an Genereal raziq
انځور: DW

ستانکزي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۲۲) په کندهار کي خبريالانو ته وويل، یاد کس له بریده پنځلس دقیقې وړاندي د سرحد له هاغاړي څخه لارښووني ترلاسه کړي او پوره دوې نیمي دقیقې يې په ټلیفون کي خبري کړي دي.

د ستانکزي په قول ټول اسناد او د امنیتي کیمرو ویډیوګاني له دوی سره خوندي دي.

هغه وویل، څېړني يې د مسلکي کسانو په مرسته پر څلورو برخو متمرکزي وې، چي لومړی معلومه کړي، کارول سوې وسله او مرمۍ څه نوعیت لري؟ د امنیتي کیمرو حافظې، عیني شاهدان او له مشکوکو کسانو څخه يې پوښتني د تحقیق لويي برخي وې: «د نورو تحقیقاتو له پاره ډیرو جزئیاتو ته نه ځم، خو دومره وایم، چي دغه بریدګر ځوان په غلط نوم، جعلي تذکره او د یوچا په شناخت په ساتونکو کي په دنده ګومارل سوی وو

د ملي امنیت رئیس له خبریالانو څخه هیله وکړه، چي د تحقیق د لاښه بشپړیدو په موخه د موضوع جزئیاتو ته ولاړ نه سي او زیاته يې کړه، چي تر دې ګړی يې ۱۵ تنه شکمن کسان نیولي دي چي دامهال تر پوښتني گروېږني کيږي، خو دا يې نه وويل چي دا د کومي کچي کسان دي.

د ستانکزي په خبره بریدګر هم د نورو ساتونکو له خوا ځای پرځای وژل سوی دی.

Afghanistan General Abdul Raziq
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

ستانکزی دا هم وویل چي د کندهار د خلکو په غوښته يې د امنیت د لاټینګښت په موخه د ستر جنرال رازق ورور تاالدین د کندهار د امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی: «د کندهار د خلکو او ولسونو په غوښتنه او په عیني وخت کي د امنیت د ښه ټينگښت په موخه دغه کار سوی دی. زه له ټولو مسئولینو څخه غواړم، چي له تاالدين سره مرسته وکړي او د کندهار امنیت ښه خوندي سي.»

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۸) د کندهار ولایت مقام په انګړ کي د ټاکنو د خوندیتوب په موخه تر یوې نظامي غونډي وروسته چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال ميلر هم گډون کړی وو، په يوه وسله وال برید کي د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د ملي امنیت رييس جنرال مؤمن حسن خیل او د ملي راډیو تلویزون کیمره مین سليم ووژل سول او د والی زلمي ويسا په ګډون ځيني کسان ټپیان دي.

د دغه بريد مسئوليت بیا وروسته وسله والو طالبانو پر غاړه واخيست.