د کندهار د ولايتي بيارغوني دفتر تر بريد لاندي راغلی
۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبهد دغه چارواکي په حواله په پيښه کي يو افغان پولس او يو ملکي وګړی ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي د دريو څخه تر پنځو وسله والو کسانو د کندهار د ولايتي بيا رغوني دفتر تر بريد لاندي نيولی دی.
د ناټو ځواکونو هم پيښه تاييد کړې خو نور جزييات يي نه دي ورکړي.
په کندهار کي د ناټو يو بل چارواکي هم پيښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چي يو لاسي بم د ولايتي بيا روغوني دفتر په شاوخوا کي هم چاودېدلی دی.
«موږ پوهيږو چي په پيښه کي يو افغان کارګر او يو بل افغان ساتونکی ژوبل سوي دي.»
د کندهار ولايت د پوليسو مشر، جنرال عبدالرازق، ويلي دي چي، افغان چارواکو د کندهار ولايتي بيا رغوني دفتر ته نزدې درې زرنج موټر سايکلونه او يو موټر کشف کړي، چي چاوديدونکي مواد پکښي ځای پرځای سوي ول.
«سيمه اوس د تگ راتگ پر مخ بنده سوې او چاوديدونکي مواد به ډير ژر خنثي سي.»
دغه راز د هغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي په د نړيوالو ځواکونو عملياتي پوستې ته څېرمه يو ځانمرگی بريد تر سره سوی.
د کندهار ولايت د امنيتي چارواکو په خبره، دغه بريد مالي او ځاني تاوان نه درلودی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل