د کلیفورنیا اور په انځورونه کې
د امریکا متحدو ایالاتو د کلیفورنیا ايالت په شمال کې په څو ځنګلونو کې اور پر کورونو سوځېدو سربيره انسانان وژلي دي. دا د کلیفورنیا په تاریخ کې یو له زورورو اورونو څخه ګڼل کیږي.
د اور وژلو هڅې
له الوتکې څخه داسې مواد شیندال کیږي، چې د اور د لمبو د پراخیدو مخه ونیسي. په ځنګلونو کې دغه اور د سختې تودوخې او وچکالۍ له کبله لګیدلی دی.
د هوا خطرناک کیفیت
له هوا څخه اخیستل شوي انځورونه د کلیفورنیا په شمال ختیځ ناپا کې د ځنګلونو د اور څخه راپورته شوی لوګی ښيي. د متحده ایالاتو د حکومتي ادارو په وینا په ناپا سیمه کې د هوا کیفیت ډیر غیر صحي دي. ډیر کسان د لوګې د تنفس له کبله ناروغه شوي دي.
ویجاز شوي کورونه
د سانتا روزا په گډون په ټوله کې ۱۵۰۰ کورونه او شرکتونه له منځه تللي دي.
باد او د اور خپریدل
یوه څرخي الوتکه د اور لمبو د مخنیوي له پاره خاص مواد پاشي. د اور وژني په زرونو عمله د اور لمبو د خاموشه کولو هڅې کوي.
د واین جوړولو فابریکي
د سن فرانسیسکو د ناپا او سونوما سیمې د کلیفورنیا د واینو جوړولو صنعت زړه جوړوي. ډیري فابریکي په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
ژغورونکي عمله
سیمې ته لیږل شوي اور وژونکي عمله چې شمیر یې تر سونو اوړي د اور خاموشه کولو هڅه کوي. هغوی د اور د خاموشه کولو ترڅنګ يې د خپریدو مخه نیسي. بیړنیو خدماتو خپله توجه له سیمې څخه د خلکو راایستلو ته اړولې دي. نژدې ۲۰۰۰۰ خلک له سیمې راایستل شوي دي.
سخته ګرمي
د اور لګیدو له کبله سختۍ ګرمې د کورونو د کړکیو چوکاټونه او د موټرو ټایرونه ویلي کړي دي. آن سختې تودوښي د باسکټبال د جال تر شا د شیشي تختې هم ویلي کړي دی.