1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ بورد په مشرتابه کې بدلون به لوبډله اغیزمنه کړي؟

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د کریکټ بورډ اوسنی مشر عاطف مشعل، له دندې ګوښه او پر ځای یې عزیز الله فضلي وټاکل شو. په داسې حال کې چې افغانستان مهمې لوبې په مخ کې لري، په کریکټ بورد کې بدلون پر لوبډلې څه ډول اغیزه پریږدې؟

https://p.dw.com/p/35Bcs
Afghanistan Neuer Vorsitzender der ACB Azizullah Fazli
انځور: Afghanistan Cricket Board

په دې وروستیو کې د افغانستان پر کریکټ بورډ باندې تر یو لړ انتقادونو وروسته، د کریکټ بورډ د مشر عاطف مشعل د ګوښه کیدو خبر خپور شو. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د مشعل ګوښه کیدل پر هغه باندې د لوبغاړو له نیوکو سره اړیکه لري او که نه. دا په داسې حال کې ده چې تر مشعل مخکې د کریکټ بورد پخوانی مشر نسیم دانش، هم د لوبغاړو تر نیوکو وروسته له دندې ګوښه شوی وو.

 مشعل د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه د کریکټ بورډ د مشر په توګه ټاکل شوی وو. د مشعل د مشرۍ پرمهال افغانستان یو شمیر سترې بریاوې ترلاسه کړې. د دې بریاوو په ډله کې د شپږیزې په نامه د کریکټ ټورنمنټ، نړیوال ۵۰ اوریز جام ته د افغانستان لار موندنه او د افغانستان پریمیر لیګ پیلول شامل دي.

د افغانستان پریمیر لیګ د لوبډلو د پیرودلو پرمهال پر افغان کریکټ بورډ، د مشرتابه پر پلاوي او په خپله پر عاطف مشعل باندې د یو شمیر لوبغاړو له خوا چې د پریمیر لیګ د لوبډلو له خوا نه وو اخیستل شوي، نیوکې وشوې. په دغو کې د ملي ډلې لوبغاړی نور علي ځدراڼ هم شامل وو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د کریکت بورد پر چارواکو باندې مستقیمې نیوکې وکړي او پر هغوی یې د لوبغاړو په انتخاب کې د مداخلې تور ولګوه.

Afghanistan Neuer Vorsitzender der ACB Azizullah Fazli
انځور: Afghanistan Cricket Board

د نوي مشر معرفي کیدل

د افغانستان کریکټ بورد د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عزیزالله فضلي، د دې ادارې د نوي مشر په توګه وټاکه. په دې غونډه کې پخوانی مشر هم ناست وو. فضلي په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې له ډیرې مودې راهیسې په دې ادارې کې په کار بوخت دی او هیله یې څرګنده کړه چې ورته سپارل شوی «مسئولیت» په سمه توګه پر مخ یوسي.

د کریکټ بورد په مشرتابه کې په داسې حال کې بدلون راځي چې افغان ملي لوبډله همدا اوس د اسیا جام په لوبو بوخته ده. تر دې وروسته به د افغانستان پریمیر لیګ سیالۍ پیل شي چې ورپسې به افغانستان نړیوال جام ته چمتوالی پیل کړي. دا چې په بورد کې بدلون به د لوبغاړو د لوبې پر کیفیت اغیزه وکړي او که نه، ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.