1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د کرکټ له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/4OsgJ
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډله، د ارشیف انځور
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډله، د ارشیف انځورانځور: ACB Media

دغه پنځوس اوریزه لوبه نن شنبه د عربي متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې وشوه. د دغې سیالۍ پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله، چې افغان لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې توپ اچوونکيو د ښې توپ اچونې له امله د بنګله‌دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او ۲۳ اورونو لوبولو سره ایله ۷۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډله، د ارشیف انځور
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډله، د ارشیف انځورانځور: ACB Media

توپ اچونې کې د افغانستان چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد افغان د سیالې لوبډلې څلور، کيڼ لاسي ورو توپ اچوونکي کامران هوتک درې، ښي لاسي چټک توپ اچوونکي خلیل احمد دوه او یما عرب یو لوبغاړی وسوځاوه.

رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

په دویېمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې وکړای شول د بنګله‌دېش ۷۵ منډو هدف لسم اور کې د درېو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ او لوبه په خپلې ګټې تمامه کړي.

افغان توپ وهونکي سهیل خان زرمتي په دویېمې پاڼۍ کې ۳۳ او هارون ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دغې لوبې غوره لوبغاړی بشیر احمد نومول شوی، چې د بنګله‌دېش لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي دي.

افغانستان پر سترالیا لوبه بايلوده؛ نبي استعفا وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د پنځوسو اورونو دا درې اړخیزې لوبې د دوی په کوربه‌توپ پیل شوي او د روانې مارچ میاشتې تر۳۰ نټې دوام کوي، چې افغانستان، بنګله‌دېش او سریلنکا پکې ګډون کوي.

د مالوماتو تر مخه، د افغانستان کرکت کم‌عمره لوبډله به د مارچ میاشتې پر ۲۲ نېټه په دویېمې سیالۍ کې له سریلنکا سره مخ شي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.