1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا کړکیچ د ټکسي چلوونکو کار وبار سخت زیانمن کړی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د رامنځ ته شویو محدودیتونو له کبله ډیر لږ کسان په ټکسيو کي سفر کوي. اوس تکسیانې اړې دي چې د ډوډۍ او یا دارو درملو د لیږد چارې پر مخ یوسي. شرکتونه له ډیوالي کیدو اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/3bMWg
Deutschland Köln | Taxifahrer mit Schutzkleidung | Symbolfoto
انځور: picture-alliance/dpa/C. Hardt

په برلین کې د ټکسي د یوه شرکت مشر لیسڅیک نادولسکي، پر خپلو سترګو بارو نه کوه چي یې لږ وخت دمخه یې خپله ټکسي د برلین د هوايي میدان په پارکینګ کي ودروله. هلته په سلهاوو ټکسۍ ولاړې وې چي د کرونا د بحران له کبله یې نورحرکت او کار وبار نه کوه. ځکه چي د کرونا د قیودات په سبب ډیر لږ کسان په ټکسیانو کي سفر کوي.

نادولسکي وايي چي د برلین د ۸۰۰۰ ټکسیانو څخه اوس یې فقط ۵۰۰۰ کار کوي. د اکثرو ټکسي چلونکو دپاره دا سخته ده چي په دغه شان شرایطو کي کافي پیسې وګټي. په خبره یې په اوس وخت کي یو ټکسي چلونکی په لس ساعته کار سره یوازي ۵۰ یورو ګټلای سي. هغه وایي د دې کار اغیزې به ډیرې خرابې وي.  هغه زیاتوي: «موږ خپل ۸۰ تر ۹۰ سلنه پوري عایدات د لاسه ورکړي دي.»

دی یوازنی کس نه دی چي د خطر زنګ یې وهلی دی. د جرمني په نورو ښارونو کي هم همدا حال دی: د کولن د ټکسي چلونکو د اتحادیې څخه الکساندر دراګیویچ، وايي چي په تیرو اوونیو کي د کولن د ټکسي چلونکو کار لږ تر لږه ۸۰ فیصده راکم سوی دی. د ده د شرکت د ۱۱۰۰ ټکسیانو نیمايي یې ولاړ دي او کار نه کوي.

Deutschland Mainz | Coronakrise | Infektionsschutz im Taxi
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د جرمني د قوانینو پر اساس ټکسي شرکتونه مجبوره دي چي مسافر انتقال کړي، په هغه صورت کي چي بل ډول فیصله نه وي سوې. دراګیویچ وایي: «بې تفاوته ده، چي د باندي څه خبره ده، څه ډول آفت نازل سوی دی، ترهګري حمله وي او که طوفانونه وي. پر ټکسیانو باندي حساب کیدلای سي. موږ همیشه دباندي پاتیږو او خلکو ته خدمات وړاندي کوو.»

ټکسیانې خوراکي مواد او دارو درمل انتقالوي

د دې دپاره چي تاوانونه یو څه راکم شوي وي، اوس ټکسي شرکتونو په ټول جرمني کي په دې باندي شروع کړې ده، چي خپل خدمات پراخ کړي. په کولن کي د مثال په ډول ټکسیانې د پیسو په مقابل کي کورو ته خوراکي مواد او یا دواوي رسوي. دراګیویچ وايي: « موږ کوښښ کوو د هغو کسانو سره چي د دې قدرت نه لري چي پخپله سودا وکړي د یوه معین قیمت په مقابل کي مرسته وکړو.»

دغه ډول کارونه اوس د جرمني په نورو ښارونو لکه هامبورګ او یا دوسلدورف کي هم جریان لري. په مونشن کي هغه کسان چي په روغتیايي سکتور کي کارونه کوي د ټکسیانو په واسطه تر کاره پوري مفت انتقالیږي ترڅو په کرونا د اخته کیدو خطر یې راکم سي. د هغوی مصارف بیا مربوطه بخشونه پرغاړه اخلي. پر دې سربیره ځیني ټکسیانې د فرمایش په مقابل کي رستورانو او نورو ځایو ته اړین توکي هم لیږدوي.