1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس څنګه انسان ته ورسید؟

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

اوس په چين کې ادعا کیږي چې د کرونا نوی ویروس د خپریدو لامل د پينګولین یا حشره خوړونکي غوښه ده. په یوې نوې څیړنې که ویل شوي چې دا ویروس د حشره خوړونکي په وسیله له ماښام ښاپیرک څخه انسان ته انتقال شوی دی.

https://p.dw.com/p/3XUGs
Illegaler Handel vom Schuppentier Pangolin
انځور: picture-alliance/dpa/Traffic

د سویلي چين د زراعت فاکولتې څیړونکو ادعا کړې ده «نه یوازې دا چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د دوی څیړنې بریالۍ دي، بلکې دا به د دې ویروس پر ضد د درمنلې په برخه کې هم مرسته وکړي.» چینایي څیړونکو ادعا کړې ده چې د دې ویروس «ډي ان ای» له پینګولین یا حشره خوړونکي څخه د ترلاسه شوی ویروس سره ۹۹ سلنه مشابهت یا ورته والی لري.

دا خبره مهمه ده چې پینګولین (حشره خوړونکی) د ځمکې پر مخ هغه یوازنی تی لرونکی حیوان دی چې پوستکی یې فلسونه لري. د ده په زړه پورې خوراک میږیان تشکیلوي.

بل لور ته یو شمیر ساينسپوهانو د چینایي څیړونکو له دغې ادعا سره خپل مخالفت ښودلی دی چې ګواکې د کرونا ویروس له ماښام ښاپیرک (ښاپېرکي) یا چرمي شوپرک څخه د حشره خوړونکي حیوان (پينګولین) په وسیله انسان ته انتقال شوی دی.

Fledermäuse International Bat Night 2016
د ماښام ښاپیرک یا چرمي شوپرکانځور: Narayan Prasad Koju

د بریتانیي په کیمبرج پوهنتون کې د حیواني درمل جوړونې د څانګې څیړونکي جیمز ووډ هم د چینایي څیړونکو د ادعا سره مخالفت کړی دی. د هغه په خبره اوس لا د دغه تحقیق مزل ته د رسیدو پورې ډیره لاره باقي پاتې ده.

پروفیسور جیمز ووډ وایي چې یوازې د «ډي ان ای» مطابقت بشپړ او مناسب شواهد نه شي ګڼل کیدای.

چینایي څیړونکي په دې باور دي چې د کرونا ویروس له ماښام ښاپيرک څخه د کوم بل حیوان په وسیله حشره خوړونکي ته انتقال شوی دی. اوس د دغه احتمالي انتقالونکي حیوان په اړه څیړنې روانې دي.

یو شمیر څیړونکي په دې نظر دي چې د کوم وژل شوي ماښام ښاپیرک غوښه میږګانو خوړلې ده او هغه میږي بیا کیدای شي حشره خوړونکي حیوان خوړلي وي او په دې توګه انسان ته انتقال شوی وي.

په هانګ کانګ کې د سټي پوهنتون د حیواني درملو د څانګي پروفیسور درک فائفیر، هم له جیمز ووډ سره هم نظره دی. د هغه په وینا دا به تر وخت مخکې وي، ځکه اوس لا تحقیقاتي بهیر ډیر وخت او شواهدو ته اړتیا لري.

د فائفیر په اند د کرونا نوي ویروس او پينګولین ترمنځ د کوم ارتباط جوړول به په اوس وخت کې یو څه ستونزمن او تر وخت مخکې وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص