1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ویروس پر مهال ناسم معلومات او پروپاګند

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

له يوې خوا د روسیې او ناټو تر منځ ستونزې او له بلي خوا د‌ امریکا او چین ترمنڅ شخړو د کرونا ویروس معلومات د جګړې په نوې لومړۍ کرښې بدل کړي دي. ټول اړخونه یو پر بل تورونه لګوي.

https://p.dw.com/p/3aIdS
Symbolbild Twitter Fake News
انځور: Imago Images/ZUMA Press/A. M. Chang

دا خبره د نړۍ نزدې ټول مشران کوي چې اوس انسانان یو ځل بیا په جګړې کې ښکیل دي خو دا ځل که څه هم دښمن ډیر ځواکمن دی، بیا هم په سترګو نه لیدل کیږي.

په داسې حال ک‍ې چې د کرونا ویروس په نړۍ کې د میلیاردونو انسانانو ژوند له اقتصادي‌ او ټولنیز لحاظه اغیزمن کړی دی، ‌خو بیا هم نه دی توانیدلی چې د بیلابیلو ځواکمنو هیوادونو تر منځ سیاسي اختلافات له منځه یوسي.

اوس هم د چین او امریکا تر منځ ترینګلتیا، د لویدیځ هیوادونو او روسیې د ګټو تقابل او د منځني ختيځ نه ختمیدونکی کړکیچ د کرونا ویروس باوجوده هم پر خپل ځای دي. دا خو لا پریږده چې د کرونا ویروس له کبله د دغو هیوادونو تر منځ نوې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

وضعیت ځکه اوس لا کړکیچن ښکاری چې ډیر کسان د کرونا ویروس له کبله په خپلو کورونو کې دي او ډیر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تیروي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فبروري میاشتې پر دویمه نیټه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس په اړه ډیر زیات معلومات خپریږي چې ځینې يې سم او ځینې هم ناسم دي او دا موضوع د کارکوونکو له پاره د اعتبار وړ منابعو او معلوماتو د مندلو په برخه کې ستونزي جوړي کړي.

د روغتیا له نړیوال سازمان څخه تیدروس ادهانوم، تیره میاشت د مونش په امنیتی کنفرانس کې وویل: «ناسم خبرونه د ویروس په پرتله ژر او په اسانۍ سره خپریږي. دغه ناسم معلومات د ویروس په څیر خطرناکه دي.»

د هغه له دې څرګندونو راهیسې په وضعیت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

د روسیې له خوا د ناسمو معلوماتو خپریدل

سپوتنیک خبري آژانس د جنوري میاشتې پر ۲۲مه نیټه خبر ورکړ ‍چ‍ې د کرونا ویروس د انسان له خوا جوړ شوی او داسې یوه وسله ده چې ناټو رامنځ ته کړې ده. دا د کرونا ویروس په اړه لوړي ناسم معلومات ویل چې «د اروپايي ‌ټولنې د ناسمو معلوماتو د له منځه وړلو» ‌ډلې یا (EUvsDisinfo) پام یې ځان ته جلب کړ.

‌د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو په اداره کې دغه ډله له ۲۰۱۵م کال راهیسې په ۱۵ ژبو د روسیې ناسم معلومات را‍‍ټولوي.

د بیلګې په توګه سپوتنیک په عربي ژبه هم دا خبر خپور کړی وو چې کرونا ویروس د امریکا متحده ایالاتو په لابراتوارونو کې جوړ شوی دی.

په عربي ژبه د خبرونو لوستونکي تر ډیره د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندي انتقادي ‌لیدلوری لري او له همدې کبله ښايي دغه ډول یو خبر د هغوی په منځ کې ډیر لاس پر لاس شي. همدا لامل شو چې ډیر عرب ژبو انترنتي پاڼو دغه خبر خپور کړ چې په ډله کې یو داسې انترنتي سایټ هم شامل دی چې مشهورې رسنۍ (‌BBC) سره ډیر شباهت لري.

«د اروپايي ‌ټولنې د ناسمو معلوماتو د له منځه وړلو» ‌ډلې تر اوسه پورې د روسي رسنیو او یا کریملن ته نزدې منابعو له خوا خپریدونکي ډیر ناسم معلومات په ګوته کړي دي.

په دغو ټولو معلوماتو کې یوه موضوع مشترکه ده: پنتاګون د ویروس د جوړولو تر شا وو،‌ حاکمه لوړه طبقه ګرمه ده، ‌دا د امریکا د نړیوال موقعیت د پیاوړي کولو پلان دی، ‌هدف په نړۍ کې د نوي نظم رامنځ ته کول دي.

د اروپايي ټولنې یو سند چې د رویترز خبري آژانس هم لیدلی دی له روسیې څخه د ناسمو معلوماتو د خپرولو د یوه منظم پلان د شتون خبره کوي چې ویل کیږي هدف یې د کرونا ویروس د اغیزې پراخول او د وارخطایي رامنځته کول دي.‌ خو روسیه بیا دغه ټول تورونه ردوي.‌

د اروپايي ټولنې کارپوهان وایي چې د کریملن د ناسمو معلوماتو د خپرولو برخه هڅه کوي چې د کرونا ویروس د کړکیچ پر مهال په اروپا کې اتحاد له منځه یوسي.

Iran Cornavirus Ajatollah Chamenei
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنایي ادعا کوي چې کرونا ویروس د امریکا یوه بیولوژیکي وسله ده.انځور: picture-alliance/dpa/Iranian Supreme Leader's Office

د غلطو معلوماتو بیا تازه کول

امریکا متحده ایالات هم یوه ورته اداره لري چې د «نړیوالې اړیکې ټینګولو مرکز» یا (GEC) نومیږي.‌ دغه اداره پر روسیې سریبره د چین، ‌ایران او اسلامپالو له خوا پر خپریدونکې پروپاګند نظر ساتي.

له دې مرکز څخه لیا ګبریل، تیره اوونۍ ګواښ وکړ چې ناسم معلومات په خپل ایکو سیستم کې خپریږي او وده کوي. د بیلګې په توګه که یوه روسۍ رسنۍ ناسم معلومات خپاره کړي،‌ نو بیا سمدستی د یوې چینایي رسنۍ له خوا هم خپریږي. بیا نو همدا رپوټ د روسي سرچینو له خوا په تویتر کې د اصلی چینایي معلوماتو په نوم خپریږي.

د ناسمو معلوماتو د لاس پر لاس کیدو یوه بله بیلګه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان‌، ‌له خوا د دې ادعا خپریدل دي چې کرونا ویروس په امریکا کې جوړ شوی او چین ته لیږدول شوی وو.

هغه د مارچ پر۱۲نیټه له امریکا متحده ایالاتو څخه د لومړي ناروغ په اړه معلومات وغوښتل. یوه ورځ وروسته لیجیان د «ګلوبل ریسرچ» بنسټ یوه لیکنه خپره کړه او له خپلو فالورانو څخه یې وغوښتل چې دغه لیکنه له نورو سره شریکه کړي.

د «ګلوبل ریسرچ» انترنتي پاڼه ځان یو فکري مرکز بولي خو په اصل کې د توطئه تیوري ګانې خپروي. په دې مورد کې یې ادعا وه چې امریکایانو د کرونا ویروس د تیرکال په اکتوبر میاشت کې چین ته قاچاق کړی وو.

خو ګلوبل ریسرچ دغه ادعا د «ګلوبل ټایمز» په حواله کوی چې په چین کې میشته یوه رسنه ده او د دې هیواد د کمیونست ګوند انګلیسي ژبې رسنه بلل کیږي. دغې چینایي رسنۍ بیا خپله ادعا د یو شمیر چینایي کارپوهانو د خبرو پر اساس کړې وه. په دې ترتیب نو که څه هم دغه ناسم معلومات په چین کې او د چینايي رسنیو له خوا رامنځ ته شوي، خو د دې هیواد چارواکي یې ‌د نورو سازمانونو په حواله خپروي.

خو امریکایي څارونکي وایي چې چین اوس خپل تمرکز بدل کړی دی او د دې پر ځای چې امریکا متحده ایالات د ویروس خپرونکی وبلي، ‌د ویروس په ماتولو کې د چین بریاليتوب ستایي او واشنګټن د دې هڅو د یوه مخنیوونکي په توګه یادوي.

کرونا ویروس که د چین ویروس؟

په واشنګټن کې بیا ولسمشر دونالد ترمپ، کرونا ویروس ته د چین ویروس عبارت کاروي. ‌د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ‌بیا دا د وهان ویروس ګڼي. تیره اوونۍ د G7 هیوادونو یوه ګډه اعلامیه د ویروس د نوم پر سر د توافق د نه رامنځته کیدو له کبله خپره نه شوه.

امریکا متحده ایالاتو غوښتل چې اعلامیه د ویروس د رامنځ ته کیدو پر مهال د چین پر ناکامۍ باندې تمرکز وکړي خو اروپايي ټولنه د دې خبرې خلاف وه.

پمپیو پر چین باندې تور لګولی دی چې د ویروس په اړه یې معلومات پټ ساتلي دي او په قصدي توګه یې د دې وبا د منبع په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي. پمپیو وویل: «چین لومړی هیواد وو چې نړۍ ته د دې ویروس له ګواښ څخه خبر شو او دې هیواد په تکرار سره له نړیوالو سره د دې معلوماتو خپرول وځنډول.»

امریکا هم ګرمه ده

د پمپیو دغه څرګندونې ښايي هغه وخت ډیرې اغیزناکې وای چې که د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د څو اوونیو له پاره د دې ویروس ګواښ کم اهمیته نه وای بلل.

پر دې سربیره لوړپوړي امریکايي چارواکي هم د کرونا ویروس په اړه د توطئې د تیورو له خپرولو ډډه نه کوي. ‌د بلیګې په توګه په فبروري میاشت کې امریکایي سناتور تام کاتون، ‌فاکس نیوز تلویزیون ته وویل چې په واهان کې د بیالوژیکي وسلو جوړولو مرکز په قوي امکان سره د کرونا ویروس د خپریدو منبع ده.

خو د ناسمو معلوماتو خپریدل هغه وخت تراژیکې پايلې لري چې په واقعې نړۍ کې ناوړه پایلې ولري. د بیلګې په توګه کله چې د ایران روحاني‌مشر ایت الله خامنه يي، ملت ته د وینا پر مهال د امریکا د مرستو وړاندیز رد کړ او ادعا یې وکړه چې کرونا ویروس د امریکا یوه بیالوژیکی وسله ده. هغه امریکا ته په خطاب وویل: «هیڅوک په تاسو باور نه کوي.»‍

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان هم تر هغه وروسته په اصفهان کې خپل فعالیتونه ودرول چې ایراني سخت دریځو پر دې سازمان باندې د جاسوسي شک وکړ.‌

ښايي د دغو څرګندونو او اقداماتو بیه یو شمیر ایرانیان په خپل ژوند ورکړي، ځکه ایران د کرونا ویروس او امکاناتو د کمښت له کبله سخت کړیږي.