1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د کرونا ویروس د معاینې آلې بازار ته راوځي»

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې د انګلستان د عامي روغتيا د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د کرونا ویروس میلیونونه کوچني ټسټونه به ډیر ژر بازار ته عرضه شي. دغه آلې کولی شي چې په ۱۵ دقیقو کې کرونا معلومه کړي.

https://p.dw.com/p/3a3sf
Coronavirus in Niederlande Breda Teströhrchen
انځور: picture-alliance/Zuma/Sopa/R. Utrecht

د ګارډین په نامه انګلیسي انترنتي پاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې د انګلستان د عامې روغتیا د چارواکو په حواله لیکلي دي چې په نیږدې راتلونکې کې به په میلیونونه د کرونا ویروس دغه کوچني ټسټ کوونکې آلې بازار ته راووځي. د انګلیسي چارواکو په خبره دغه آلې کولی شي یوازې په ۱۵ دقیقو کې د کرونا نتيجه معلومه کړي.

ګارډین په خپل رپوټ کې د انګلستان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د څانګې د مشر پروفیسور شارون پیکاک په حواله لیکلي چې نوموړي د پارلمان وکیلانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په بریتانیا کې به په پراخه کچه د کرونا ویروس د معایناتو دغه آلې په راتلونکو څو ورځو کې د لاس رسي وړ وي. نوموړي همدا راز ویلي دي چې د یادو آلو ارزونه به په راتلونکې اونۍ کي پای ته ورسیږي.

تر دې وروسته، د انګلستان حکومت بیا وروسته په لا ډیر احتیاطي اقدام لاس پورې کړ او ویې ویل چې یادې آلې به دومره ژر هم د لاس رسي وړ نه وي. د بریتانیا د لومړي وزیر په ورځني خبري کنفرانس کې د حکومت طبي او د ساینس د برخې سلاکارانو وویل چې دوی غواړي ډاډه شي چې دغه ټسټونه مخکې له دې چې عرضه شي، په ښه توګه کار کولی شي.

بریتانوي چارواکو ویلي دي چې په اوسني وخت کې کلیدي موضوع دا ده چې مخکې له دې چې عام خلک ترې ګټه واخلي، د یادو آلو دقت و ارزول شي. چارواکو همدا راز زیاته کړې چې که چیرته دغه آلې په بې سارې توګه دقیقه نتیجه ورکړي نو بیا به په ډیر لنډ وخت کې بازار ته عرضه شي.

دغه کوچنۍ آلې د ښځو د حامله ګئ د معاینې آلو ته ورته دي او د ګوتې د یوه څاڅکې وینې په اخیستو سره د انسان په بدن کې د کرونا ویروس معاینه کوي. دغه آلې په وینه کې د کرونا ویروس پرضد جوړه شوې انټي باډي پیدا کوي.