1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا ویروس اړوند نا سمو اطلاعاتو په لسګونو کسان وژلي

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د یوې تازه څیړنې پر اساس د کرونا ویروس اړوند نا سمو اطلاعاتو په پایله کې لږ تر لږه ۸۰۰ ، او احتمالاً تر دې هم زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

https://p.dw.com/p/3gqDw
Indien Coronavirus Delhi | Friedhof
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/SOPA Images/A. K. Sing

د امریکا په سائنسي مجله «جرنل آف ټراپیکل اینډ هایجین» کې خپاره شوې تحقیقي مقاله کې ویل شوي دي چې د کرونا ویروس اړوند، افواهاتو، بدنامیو او سازشي نظریاتو له امله په زرګونو کسان له رنځ سره مخامخ شوي دي. د نوموړۍ مجلې په حواله ځنې کسانو د خپلو سترګو بنایي له لاسه ورکړي او یو شمیر نورو خو حتی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د استرالیا، جاپان او تهایلنډ ترڅنګ د مختلفو هیوادونو د سائنس پوهانو یوې ډلې د ۲۰۱۹م کال د دسمبر او ۲۰۲۰ کال د اپریل میاشتو ترمنځ ارقام راټول کړي دي. سائنسپوهانو ویلي دي: «موږ د کووید-۱۹ اړوند په انټرنټ کې خپاره شوي ناسم معلومات، پروپاګند او سازشي نظریات ارزولي دي. په دې ترڅ کې په انټرنټپاڼو، فیسبوکونو، تویټر او انلان ورځپاڼو کې خپاره شوي اطلاعات او د خلکو په عامه روغتیا د هغې منفي اغیزې څیړل شوي دي.»

د څیړنو په پایله کې معلومه شوې ده چې نږدې ۸۰۰ کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په دې هیله یي ډیر تیز الکهول(شراب) څښکلي وو چې له هغې سره به یي بدن له ناروغیو پاک شي. د مینتول څښلو له امله ۵۹۰۰ تنه په روغتون کې بستر شوي چې له ډلې ۶۰ تنو خپله بینایي یا د لیدو قدرت له لاسه ورکړی دی.

آوازې او غلط معلومات

په ټولنیزو رسنیو کې د درواغجنو معلوماتو له کبله په هندوستان کې په لسګونو کسانو د غوایي بولې(میتیازې) وڅښل او یا یې خوشایان وخوړل.

Indien Kuhurin gegen die Corona-Krise
د «آل انډیا هندو یونین» ګوند د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه د غویانو د بولو څښلو یوه ځانګړې میله جوړه کړې وه.انځور: Reuters/D. Siddiqui

په سعودي عربستان کې ګمرا کوونکي اطلاعات خپاره شول چې که د اوښ بولی د چونې له اوبو سره تر ګډولو وروسته وڅښل شي نو له کرونا ویروس څخه به بچ پاتې شئ.

سائنس پوهانو د ادرک یا زنجفیل خوړلو، ګرمو جرابو په پښو کولو او پر سینې باندې د هیلۍ یا بطې د چربي په مښلو سره د کرونا له وژونکي ویروس څخه د ځان ژغورنې په هکله اوازو په ارتباط هم څیړنې کړي دي.

همدارنګه داسې افواهات چې دا یوه بیلوژیکې وسله ده چې د مایکروسافټ د بنسټ ایښودونکي بل ګیټس له خوا یي مالي ملاتړ کیږي، څو هغه وکولی شي د خپل واکسین له پاره د امکان تر حده ډیر مشتریان پیدا کړي.

په دې څیړنه کې د ۸۷ هیوادونو څخه په ۲۵ ژبو کې له موجودو ارقامو او معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

د څیړنې په ترڅ کې معلومه شوې ده چې په یو شمیر آسیایي هیوادونو کې له کرونا ویروس څخه اغیزمن شوي ښارونه او په پرله پسې ډول د دې وبا د مخنیوي او مبارزې په برخه کې فعالو روغتیایي کار کوونکو د بدنامه کولو هڅه شوې ده. دوی ته بد رد ویلي شوي، تحقیر شوي او حتی په ځینو مواردو کې وهل او ډبول شوي دي.

د دې څیړنې د پایلو په پام کې نیولو سره سائنس پوهانو له حکومتونو او نړیوالو ادارو غوښتي دي چې د داسې فرضیو او اطلاعاتو د خپریدو د مخنوي په خاطر دې شدید اقدامات وکړي. دوی د صحیح معلوماتو د عام کولو په برخه کې د ټولنیزو رسنیو له کمپنیو سره د مرستې غوښتنه هم کړې ده.