1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس له کبله د چین یوه ښار ته تگ راتگ بند شوی دی

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د چین په ووهان ښار کې چارواکو د عامه ترانسپورت په ځنډولو سره ښار تړلی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه د بیړني روغتیایي وضعیت د وضع کولو پریکړه لا نه ده کړې. د سږو د ناروغۍ ویروس لومړی په دغه ښار کې رامنځ ته شو.

https://p.dw.com/p/3WhQG
Ausbrüche der Coronavirus-Pneumonie in China
انځور: Getty Images/X. Chu

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس آدانوم غیبریوس، ویلي دي چې په نړیواله کچه د بیړني روغتیایي وضعیت د وضع کیدو یا نه وضع کیدو پریکړه هغه انديښنه ده چې دی یې ډیره جدي نیسي او د ټولو شواهدو په هکله به د مناسبې توجه وروسته پریکړه وکړي.

په پام کې ده چې په دې تړاو د روغتیاپوهانو یوه بیړنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او نور شواهد وارزوي چې په نړیواله کچه بیړنی روغتیایي وضعیت اعلان شي که نه.

۱۱ میلیوني ښار کې چارې په ټپه ولاړي دي

د ووهان ښار چارواکو په دغه سیمه کې د عامه ترانسپورت ټول خدمات درولي دي چې پکې دغه ښار ته د چټک اورګاډي په تګ او راتګ هم بندیز دی. د ښار د اوسیدونکو نفوس ۱۱ میلیونه دی.

د ووهان ښار چارواکو چیرې چې لومړی دغه ویروسي ناروغي خپره شوه، ویلي دي چې په دغه ویروس چې کرونا نومیږي د اخته شوو کسانو شمیر ۵۷۱ تنو ته رسیدلی دی او له دې ناروغۍ د چهارشنبې تر شپې ۱۷ تنه مړه شوي دي.

Ausbrüche der Coronavirus-Pneumonie in China
انځور: Getty Images/X. Chu

د ناروغۍ د خپریدو امکان شته

د چین د ملي روغتیا کمیسیون مرستیال مشر لي بین، خبریالانو ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې له دغې ناروغۍ ټول مړه شوي کسان د ووهان د ښار دي.

پر دغې ناروغۍ د مړوو شوو کسانو شمیر یوه ورځ وروسته له هغې لوړ شوی دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې په دغې ناروغۍ د اخته لومړي کس پيښه ثبت شوه. د لومړي ځل له پاره په هانګ کانګ کې هم په دغه ویروس یو کس اخته شوی دی.

اوس له چین څخه سفر کوونکي د دغه هیواد په ډیر, هوایي ډګرونو کې کنترولیږي او همداشان د نړۍ د یو شمیر هیوادونو په هوایي ډګرونو کې هم دغه چاره ترسره کیږي. بریتانيا ویلي دي چې له ووهان څخه به د مستقیمو پروازونو له پاره ځانګړي تدابیر په پام کې ونیول شي.

د دغې ناروغۍ د ژر خپریدو احتمال څومره دی؟

د لي بین په خبره تر اوسه داسې شواهد نه شته چې دغه نوی ویروس په اصطلاح ډیر ژر خپریږي، دا په دې معنی چې په نامتناسب شمیر کې خلک اغیزمنولی شي. خو هغه ویلي دي چې بیا هم د دې ویروس د خپریدو امکان شته او په هکله یې باید تحقیقات وشي. لي ژمنه وکړه چې «موږ به تحقیقاتي ګامونه ګړندي کړو څو د دغه ناروغۍ سرچینه او انتقال تثبیت کړو.»

د کرونا په نوم دغه ویروس د سارس له ناروغۍ سره د مشابهت له کبله د خبرداري سبب وګرځید، کومه چې له چین څخه خپره شوې وه او په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کلونو کې یې شا او خوا ۸۰۰ کسان وژلي ول.