1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا واکسين له پاره ۷،۴ میليارده يورو ځانگړي شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې کميسيون په نوښت حکومتونو، سازمانونو او شتمنو کسانو د کوويد ۱۹ په اړه د څيړنو له پاره د ميليادو يورو ژمنه کړې ده. په دې پيسو به د نړۍ د ټولو هېوادونو له پاره واکسين، درمل او د کرونا د ټسټ وسايل چمتو شي.

https://p.dw.com/p/3bmn5
Symbolbild Corona-Virus Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د اروپايي ټولنې کميسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاين تر يوه درې ساعته تليفوني کنفرانس وروسته د حکومتونو او د نړيوالو سازمانونو له مشرانو څخه مننه وکړه. د دې غونډې په ترڅ کې د  ۷،۴ ميلياردوه يورو د ورکړې ژمنه وشوه چې په دې پیسو به د نړۍ ټولو هیوادونو ته د واکسين، درملو او ټيسټ د وسايلو د ورکړې زمینه برابره شي څو ټول هېوادونه پر کرونا ويروس د کنترول له پاره يو ډول چانس ولري.

خو دلته يوه نيمگړتيا وليدل شوه: امريکا متحده ايالاتو او چين په دې نوښت کې نه سياسي گډون او نه هم مالي ونډه واخيسته.

د اروپایي ټولنې تر ټولو مهم نوښت

د کرونا د بحران د پيل پر وخت پر فون ډېر لاین له دې امله نيوکې وشوې چې هغې ژر او کافي مداوم غبرگون نه دی ښوولی. خو دا په داسې حال کې ده چې نوموړې د اروپايي ټولنې کميسیون د مشرې په دې توگه د اروپايي ټولنې د روغتيا په برخه کې کابو هیڅ صلاحيت نه لري. خو کله چې د بسپنې د ټولو له پاره د ائتلافونو د جوړولو موضوع وي نو بيا د کميسيون مشر يا مشره ډېر څه کولی شي.

فون ډېر لاین غواړي د «گلوبل ریسپونس» په نوم د خپل نوښت له لارې په نړيواله کچه مخکښ رول ولوبوي. نوموړی په ورځو ورځو له يو شمیر حکومتي مشرانو سره خبرې وکړې څو هغوی د بسپنې ورکړې ته قانع کړي.

په پای کې نوموړې وتوانيده چې ۴۰ هېوادونه، نړيوال سازمانونه او ستر بسپنه ورکونکي لکه د گيتس موسسه دې ته اماده کړي هر يو یې د يو څو ميليونو او تر نيم ميليارد پورې پېسو د ورکړې ژمنه وکړي. دا پېسې به لومړی د يوه واکسين په جوړولو او په دويم قدم کې د دې له پاره په کار شي چې د پراختيا په درشل کې هېوادونو ته هم د واکسينو او درملو رسېدل تضمين شي.

ټول هېوادونه ترې بايد مستفيد شي

اورزولا فون ډېر لاين ژمنه وکړه چې هغه غواړي د «نړۍ د هر کونج» اوسيدونکو ته درمل او واکسين ورسيږي. په دې تليفوني کنفرانس چې مشري یې فون ډېر لاين کوله مشهورې هنرمندې مادونا هم د يو ميليون ژمنه وکړه. خو د نورو بسپنه ورکوونکو کنفرانسونه په څېر دا ځل دا هم خبره لا روښانه نه ده چې څومره تازه سرمايه به د مرستې دې صندوق ته ورکړل شي او دا چې څومره به پر نورو پروژو کمې کړل شي.

خو د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو گوتیرش په خبره په اصل کې  د دوشنبې په ورځ د ژمنه شويو دې پېسو څخه پنځه چنده زياتو پېسو ته اړتيا ده، ځکه واکسين بايد ټولې نړۍ ته ورسيږي. هغه وويل: «زموږ يو یې هم خوندي نه دی څو چې ټول خوندي شوي نه وي.»

USA Coronavirus Donald Trump
ولسمشر ترمپ په دې نوښت کې شامل نه شوانځور: Reuters/C. Barria

امريکا او چين په دې نوښت کې شامل نه شول

د آلمان او فرانسې د مشرانو له خوا پر گډ کار ټينگار سربیره هم چين او امريکا متحده ايالات په دې نوښت کې شامل نه شول په داسې حال کې چې د اروپايي پارلمان د غړي پيتر ليزه په خبره چين په دې برخه کې ځانگړی ستر مسئوليت لري. نوموړي زياته کړه چې سړی بايد لومړی له چين سره خبرې اترې وکړي خو د اړتيا په صورت بايد ورسره د «زور په ژبه خبره وشي.» چينايان بايد ونه شي کړای چې له اروپايي ټولنې او د خپلو توليداتو له بازار سره اړيکه پرې کړي. 

له واشنگټن څخه هم په رسمي توگه څه ونه ويل شول. د امريکا متحده ايالاتو د غير رسمي استازې په توگه میلنده گيتس وويل چې د کوويد ۱۹ د واکسين په ترڅ کې «د دواطلبۍ د تر ټولو لوړې بيې» ورکول بايد مطرح نه وي او له دې صندوق سره یې د نورو ۱۰۰ ميليونو يورو د مرستې ژمنه وکړه. گيتس موسسې تر هغه وروسته چې ولسمشر دونالد ترمپ د روغتيا پر نړيوال سازمان خپله مرسته بنده کړه، د دغه سازمان د بودجې کثر پوره کړ.

(bs/nz (Barbara Wesel 

زموږ له آرشيف څخه: