1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ناروغ درملنه او کنترول په يوې نوي پټۍ سره؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

څو آلماني او بيلجيمي شرکتونو يوه داسي پرمختللې پټۍ جوړه کړې ده چي په وسيله ئې د کرونا د يوه ناروغ د حياتي علايمو کنترول له ليري څخه کيږي او په دې سره هغه دروند بار چي د ډاکترانو او د ناروغ د کورنۍ پر اوږو وي، لږيږي.

https://p.dw.com/p/3d8ko
Deutschland Magdeburg | Arzt versorgt Coronapatienten
انځور: Getty Images/AFP/R. Hartmann

د آلمان مشهور شرکت هنکل له ۶ نورو شرکتونو سره په گډه د زخم يوې پټۍ ته ورته داسي پټۍ طراحي کړې ده چي په پيچلو الکترودونو او سنسورونو سره له ليري څخه به شېبه په شېبه د ناروغ تنفسي، د زړه حالت او د بدن د تودوخي مراقبت وکړي.

دې ته ورته يوه پټۍ تر اوسه پوري موجوده وه چي يوازي د زړه د ناروغانو له پاره کارول کيده. خو اوس دې پټۍ ته په پراختيا ورکولو سره به هغه د کرونا ويروس د ناروغانو له پاره هم و کارول سي.

د هنکل شرکت د معلوماتو له مخي دغه پټۍ (کوچنی پلاستر) چي ۱۵ سانتي متره اوږده ده، ډير اسانه د کرونا ناروغ پر ځيگر (سينه) باندي نښلول کيږي او پنځه ورځي کار کوي.

په دغه پټۍ کي ځای پر ځای سوي حساس الکترودونه او سنسورونه د نورو حساسو موادو په مرسته د ناروغ حياتي علايم شېبه په شېبه استحصالوي او اتومات ئې د معلوماتو راټولولو مرکز ته لېږي. ډاکټران هر وخت کولای سي دغو معلوماتو ته په لاس رسي سره د ناروغ ښه مراقبت وکړي او په دې سره به د ناروغ د پالني هغه بار چي د کورنۍ د غړو او په روغتونونو کي د نرسانو او ډاکټرانو پر اوږو دی، سپک کړل سي.

په دې سره علاوه پر دې چي پر طبي پرسونل فشار لږيږي له کرونا ناروغ سره تماس هم لږیږي. د کرونا ناروغ د حياتي علايمو د کنترول له پاره ډاکټران او نرسان د ورځي څو واري ناروغ ته ورځي.

د کرونا ويروس له خپريدو سره سم د هغو هيوادونو روغتيايي سيستم له ننگونو سره مخامخ سوي چي دغه ويروس پکښې پراخ سو.

د هنکل شرکت د خبرپاڼي له مخي د دغي پټۍ د کارولو پر مهال بايد ډاکتران د ورځي په اوږدو کي په منظم ډول سره له پټۍ څخه لېږل سوي معلومات وگوري.

د دغي پټۍ په کارولو سره په کورونو کي د کرونا ويروس ناروغانو بستريدل هم اسانه کيږي، ځکه د ناروغ د حياتي علايمو کار چي مخکي د کورنۍ پرغاړه وو اوس به ئې په دقيق ډول سره ډاکټران کنترولوي او د اړتيا په وخت کي به طبي مرسته ور رسيږي.

د ياد شرکت په اعلاميه کي راغلي دي چي دغه پټۍ به په لومړۍ مرحله کي د بيلجيم په يوه روغتون کي د کرونا پر ناروغانو و آزمويل سي او پتېيل سوې ده چي د نورو روغتيايي موسسو په اختيار کي به هم ورکړل سي.

دويچه ويله (ف) ن.ز/گ.پ