1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ضد آزماښتي ګولۍ ۹۰ سلنه اغیزمنې دي

۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبه

د کرونا وبا سره د مبارزې له پاره تر اوسه پورې یوازې وقایوي واکسینونه شتون لري، خو دغه وضعیت به زر بدل شي. تر میرک وروسته اوس د فایزر کمپنۍ یو ډول ګولۍ هم د لابراتواري آزموېنې په وروستي پړاو کې دي او پایلې یې هم مثبتې دي.

https://p.dw.com/p/42fbN
Pfizer Pharmaunternehmen
انځور: Dado Ruvic/REUTERS

په آلمان کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر یو وار بیا زیات شوی دی. چارواکو دا د کرونا وبا څلورمه څپه بللې ده.

د کووید ۱۹ د علاج له پاره د امریکایي درمل جوړونې کمپنۍ فایزر ګولۍ په لابراتواري آزموېنو کې ډیره ښه نتیجه ورکړې ده. فایزر کمپنۍ دا د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې ډیر پرمختګ بللی دی. د فایزر کمپنۍ د دې ګولۍ نوم «پيکس لووډ» دی.

د لابراتواري آزموېنې په پړاو کې دې درملو وکولی شول چې د کووید ۱۹ ناروغانو د وضعیت د داسې  خرابیدو مخه ونیسې چې په پایله کې یې ناورغ باید په روغتون کې بستر شي او یا مړه شي. د معلوماتو له مخې د دې دارو پایلې ۸۹ سلنه بریالی شوی دی.

تر دې دمخه د میرک په نامه د یوې کمپنۍ ګولۍ هم د کووید ۱۹ د درملنې له پاره موجودې وې. د میرک ګولۍ په اصل کې د ریزش او زکام ګولۍ دي چې اوس په نوي نوم ورته مارکیټنګ یا تبلیغات کیږي.

خو د فایزر ګولۍ یوازې د کووید ۱۹ ناروغۍ د درملنې له پاره جوړیږي. په اوس وخت کې دغه ګولۍ د کلینیکې آزموېنې په وروستي پړاو کې قرار لري او کمپنۍ یې ویلي دي چې د آزموېنې له پاره یې لا زیاتو کسانو ته اړتیا لري تر څو دغه درمل ورباندې وآزمويي.

د کمپنۍ په حواله د درملو د آزمایښت پایلې به زر د خوراک او درملو امریکایي ادارې (FDA) ته وسپارل شي.

د دې لابراتواري ازموېنې په لړ کې د شمالي او سویلي امریکا، اروپا او آسیا څخه د ۱۲۱۹ ناروغانو معلومات ارزول شوي دي. په ناروغانو کې د کووید ۱۹ د علایمو تر څرګندیدو وروسته ځینو ته یې د «پيکس لووډ» ګولۍ ورکړل شوي او یو شمیر نورو ته یې بیا نه وې ورکړل شوې.

دغه درمل د ۱۲ ساعتونو په وقفې کې د پنځو ورځو له پاره هغو ناروغانو ته ورکول شوې وې چې کومه بله دوا ورته نه وه ورکړل شوې. هغو کسانو ته چې دغه ګولۍ ورکړل شوې وې یو یې هم نه دی مړ شوی.

د امریکا ولسمشر جوبایدن اعلان کړی دی چې حکومت د دې نوي درملو د څو میلیونه دوزه (خوراکه) فرمایش ورکړی دی. د هغه په خبره د کرونا وبا سره د مقابلې په برخه کې دا یوه ښه وسله ثابتیدلې شي.

اوسمهال د میرک او فایزر سربیره سویسۍ کمپنۍ «روشی» هم د کرونا ضد درملونو پر جوړولو کار کوي چې اوس لا په آزمایشي پړاو کې دی.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح