1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د بحران پر وخت خوش طبیعتي او خندا ولې مهم دي؟

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

د تشناب کاغذ، هوم آفیس او یا هم نظافتي تدابیرو په هکله ټوکي او مسخرې کول. د کرونا د بحران پر وخت خندل او خوش طبیعتي د سړي سره مرسته کوي چی هر څه آسانه وزغمي. خو په خندا کې باید له افراط او کنایې څخه کار وانه خیستل سي.

https://p.dw.com/p/3lxAm
Frau im Rollstuhl mit Begleitung
انځور: Colourbox

داسې ټوکې چې د کرونا د بحران پر وخت د انسانانوچلند مسخره کوي، ډیرې دي. د مثال په ډول د دغه بحران پر وخت د تشناب کاغذ رانیول چې په اصل کې دومره مهم نه ښکاريده خو ډیری ټوکې ورباندې خپرې سوي دي.

د خوش طبیعتۍ د څیړلو آلماني انستیوت مشره او لیکواله، ایوا اولمن، وایی چي « ټوکې او مسخرې سړي ته آرامتیا او پر احساس باندې غلبه ورکوي. په دې ډول کولای سو پر خپلو تشویشونو او بیرې باندې په آسانۍ سره غلبه حاصله کړو.»

د کرونا پاندیمي له میاشتو راهیسي په ټوله  نړۍ کې د ډیرو انسانانو ورځنی ژوند اغیزمن کړی دی. دا د تعجب ځای نه دی چې په هکله یې ټوکې او مسخرې هم رامنځته سوي دي. اولمن په خپل کتاب کي لیکي چې « یو بحران د اغیزمنو کسانو شوخ طبیعت ته تغییر ورکولای سي او هغه اغیزمن کوي.»

 خوش طبیعتۍ د څیړلو آلماني انستیوت مشره او لیکواله، ایوا اولمن پر خندا ټینګار کوي خو وايي چې باید افراط ونه شي.
خوش طبیعتۍ د څیړلو آلماني انستیوت مشره او لیکواله، ایوا اولمن پر خندا ټینګار کوي خو وايي چې باید افراط ونه شي.انځور: Eva Ullmann

جالبه خبره داده چې د کرونا په هکله ټوکې په تیره بیا د ټولنیزو رسنیو له لارې خپریږي. د مثال په ډول په انستاګرام کې یو نرس عاجل عملیات ته راغوښتل کیږي، هغه وایی : خدایه شکر چی د زړه یوه حمله ده، د کرونا ناروغۍ نور اعصاب کاملاً راخراب کړي.»

د اولمن په خبره د کرونا د بحران پر وخت  کنایه آمیزه مسخرې هم ډیری مهمي دي.  دا ځکه چي ډیری انسانان  ددغه بحران پر وخت ځان بې وسه او یوازي احساسوي.

د فلینس بورګ له پوهنتون څخه د  خوش طبیعتۍ بله کارپوهه ، تابیا شیل هم  وایی: د مثال په ډول پر کاغذ تشناب باندي داسي ټولنیزي ټوکی او مسخرې ددې باعث کیږي چی خلک په ګډه سره وخاندي او ووايی چی د کرونا په وړاندي ټوله یو ځای مبارزه کوو.» د هغې په خبره ، د انزوا په حالت او یو له بل سره د اړیکو د محدودیتونو له امله ډیره مهمه ده چي د انسانانو ترمنځ دا ډول نژدیوالی رامنځته سي.

دغه دواړي کارپوهاني پر یوه خبره سره متحدي دي او هغه داچي د کرونا د بحران پر وخت ټوکي ډیر څه، خو هر څه نه آسانه کوي: « په اصل کي د ټولنیز لحاظه سخته ده چی  داسي ټوکی جوړي سي چي په پرله پسې ډول  یوې مشخصې ډلې ته متوجه وي او هغه وځوروي.»

د کرونا د بحران په پیل کې پرته له دې هم ډیرې ټوکي خپریدلې. د مثال په ډول: زړې ښځې، دستکول دې ماته راکړه، که نه نو ټوخی درباندې کوم! او یا هم: د کرونا ویروس د مکَرونیو په شان دی، په چین کې راپیدا سو او په ایټالیا کي یې وده وکړه!

سربیره پر دې اولمن هغه ټوکې ټکالې خطرناکې بولي چې درواغ تقویه کوي. د خوش طبیعتۍ دغه کارپوهه وايي چې «کله چې پر غلطو معلوماتو او خبرونو باندې ټوکې وسي، نو دا کار پر بحران باندې د غلبې په برخه کې مرسته نه کوي.» په داسې یوه وخت کې چې بې له هغه هم غلط خبرونه هرې خواته خپریږي، باید داسې ټوکې او مسخرې خپري نه سي.

یوه خبره معلومه ده او هغه داچې خوش طبیعتي تل انفرادي ده او د سړي په شخصي چلند پورې اړه لري. شیل وایی په عمومي صورت موږ په خوش طبیعتۍ سره د کرونا په وړاندې روان یو خو داسې کسان بیا له ټوکو او خنداوو څخه لیرې دي چې له خپلو اولادونو سره په قرانطین کې دي او یا هم د ناروغۍ په عاجلو بسترونو کې پراته دي.

زموږ له آرشیف څخه: