1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا بحران بی اسناده انسانان په خطر کې اچوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

فکر وکړئ چې وبا خپره ده او تاسې د اخراج له ویرې ډاکتر ته نه شې تللی. مرستندویه سازمانونه په عاجل ډول د اقامې اسناد نه درلودونکو کسانو له پاره د مراقبت د شرایطو بهترولو غوښتنه کوي. د ټولو د روغتیا تضمین.

https://p.dw.com/p/3cAN7
Geschützt durch Stühle und Warnhinweise
انځور: Andocken, Diakonie Hamburg

دا سړی مایوسه دی: د لور وضعه یې خرابه ده. هغه تبه او د ستونې درد لري. هغه له خپلې لور سره په هامبورګ ښار کې د دیاکوني پورې اړوند د اندوکین د مشوره ورکولو غیر دولتي سازمان معاینه خانې ته راځي. په اصل کې خو دلته باید د بی اسناده کسانو درملنه وشي، خو د کرونا د وبا له امله د مارچ میاشتې له نیمایي څخه هر څه بل ډول دي. دغه پلار او لور د دروازې مخکې ته لیږل کیږي او یو رضاکار ډاکټر ورڅخه پوښتنه کوي، البته د واټن په ساتلو سره.

روغتیاپاله مایکه یینسن، په یاد راوړي چې دوی لږه موده مخکې د ایټالیا له یوې خطرناکې سیمې راغلي وو. دغه طبي کارکونکې په پرله پسې ډول د نوکریوال ډاکټر شمیرې ته زنګ وهي، خو تلیفون مصروف ښیي. بالاخره چې یو کس په تلیفون کي پيدا کوي، نو ورته ویل کيږي چې هیڅ څوک هم نه شي درتلی. پلار او لور باید د اسنادو د ارزونې مرکز ته مراجه وکړي.

«د مرض نور هم خپریدل»

دا د روغتیاپالې تیریسه شټاین مولر له پاره ښه حل لاره نه وه. تیریسه وایي د دې احتمال ډیر موجود دی چې دوی به د معایناتو له پاره نه وي ورغلي، تر څو د اخراج له خطر سره مخامخ نه شي: «دا ناروغان دي، دوی له کنترول څخه ویره لري.»

د اسنادو نه درلودونکي کسان یوازې په هغه ځای کې ځان مطمئن احساسوي چیرې چې هویت یې پټ ساتل کیږي. ډاکټره وایي چې که چیرې د دې سړي لور په کرونا ویروس اخته وي دا نه یوازې خپل ځان په خطر کې اچوي، بلکې دا په دې معنی چې مرض نورو ته هم سرایت کوي. د تیریسه شټاین مولر له پاره دا یوه خطرناکه لوبه ده.

Deutschland Prof. Klaus Pistor in Duisburg
انځور: DW/C. Grün

په اوس وخت کې د دیاکوني مرستندویه ادارې د اندوکن څانګې د کرونا ویروس له کبله ملاقاتونه بند کړي دي. په انتظارخانه کې چیرې چې به له ۲۰ څخه تر ۳۰ کسانو پورې ناست ول، اوس یوازې د شپږو کسانو له پاره ځای مشخص شوی دی او هغه هم د هغو کسانو له پاره چې مخکې یې د ملاقات وخت اخیستی وي.

مایکه یینسن ویره لري چې ډیرئ دغه کسان بی مراقبته پاتې کیږي، ځکه د مشوره ورکونې نورو ادارو هم خپل خدمات یا کم کړي او یا یي هم په بشپړ ډول درولي دي. حتی په هغه ادارو کې چې بی له بیمې دخلکو سره په طبي برخه کې بلا عوضه مرسته کوي، هغه هم اوس یوازې د تلیفون له طریقه مشورې ورکوي.

«د ټولو روغتیا باید تضمین شي»

د PICUM په نامه غیر دولتي سازمان خبرداری ورکوي چې د هغې انساني ډلې خطر باید له پامه ونه غورځول شي چې اسناد نه لري: «د کووید-۱۹ وبا سړي ته د عمومي روغتیایي مراقبت اهمیت ورپه یادوي، د هغو کسانو هم چې د ټولنې یوې څنډې ته پریښودل شوي دي، څو د ټولو رغتیا تضمين کړای شي.»

په آلمان کې د هغو کسانو شمیر چې قانوني اسناد یا اقامه نه لري له ۲۰۰ زرو څخه تر ۶۰۰ زرو پورې اټکل کیږي. د PICUM غیر دولتي سازمان په خبره دغه کسان زمونږ د ماشومانو، سپين ږیرو او سپين سرو پالنه کوي، زمونږ کورونه او دفترونه پاکوي، پخلی کوي او په رسټورانټونو کې خدمت او مونږ ته ډوډۍ برابروي او همدارنګه په ساختماني برخه کې کارونه جوړوي.


که دوی مریضان هم وي کار ته ځي، ځکه دوی هیڅ ډول تضمين نه لري. اکثره له دوی څخه د کرونا د بحران پر وخت خپل عاید له لاسه ورکړی دی. همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان WHO د هغو انسانانو د مراقبت غوښتنه کړې ده چې په غیر ډاډمن او نامساعدو شرایطو کې ژوند کوي.

غیر دولتي سازمانونه د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي
د اندوکین په څیر د مشوره ورکونې غیر دولتي سازمانونه دا د دولت مکلفیت بولي. د دوی په خبره د وبا په پیل کې په نورو ژبو رسمي معلومات تقريباً هیڅ نه دي خپاره شوي او د حکومتي لارښوونو د تعقیبولو له پاره اکثره وخت په آلماني ژبې پوهیدل اړين وي.
د مشوره ورکونې ډیري ادارو خپل فعالیتونه محدود او یا هم بند کړي دي. په ځیني مواردو کې د لازم واټن مراعاتول ممکن نه وي او یا هم دواطلبان په خپله د عمر د ډیروالي له امله په هغه ډله کې راځي چې ډیر له خطر سره مخامخ وي.
په مارچ میاشت کې تر ۴۰ ډیرو غیر دولتي سازمانونو په یوه سرخلاصې لیک کې د آلمان حکومت د بحران له ډلې د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه، د هغې له جملې څخه: «د ټولو انسانانو له پاره د کووید-۱۹ د تشخیص او درملنې مصارف- د اړتیا په صورت کې باید د ناروغ هویت پټ وساتل شي- او د بهرنیو چارو وزارت ته، د ناروغ په اړه د اطلاعاتو د ورکړې ممنوعیت.» خو چارواکو تر اوسه پورې دغه غوښتنې بی ځوابه پريښي دي.