1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا:راروپايي ټولنې د ملاريا درملو د لږ کارولو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې د کوويد- ۱۹ د درملنې له پاره دي چې ډېره اړينه نه وي د ملاريا درمل نه کارول کیږي. زياته شوې چې امريکا د ملاريا درملو له کمښت سره چې د خود ايمني ناروغيو د علاج له پاره هم کارول کيږي، مخ ده.

https://p.dw.com/p/3aKu6
Coronavirus im Elektronenmikroskop
انځور: picture-alliance/dpa/AP/NIAID-RML

د ملاريا د درملو بالقوه کمښت ته په کتو سره د اروپايي ټولنې د درملو آژانس »اي ايم ای» د چهار شنبې په ورځ د ټولنې پر هيوادونو ټينګار وکړ چې د کرونا ويروس تداوۍ له پاره دې دا دوا په محدوده توګه استعمال کړي.

د اروپايي ټولنې دغه آژانس په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې د هايدرواوکسي کلوروکين او کلوروکين په نامه د ملاريا درمل دې يوازې کلينکي څيړنو او يا »د ملي بيړنيو پروګرامونو» پر وخت وکارول شي.

په داسې حال کې چې د کوويد – ۱۹ ناروغۍ واکسين ښايي څو مياشتې وخت ونيسي، په يو شمير هيوادونو کې د ملاريا دوا د دې ډېر ساري او وژونکي ويروس د تداوې له پاره کارول کيږي.

پر دې سربیره چې په فرانسه او چين کې د دې دوا استمعال ښه نتيجه ورکړې ده، د اي ايم ای آژانس ټينګار کوي چې »د کرونا په مقابل کې د دې دوا وړتيا لا بايد د څيړنو له لارې ثابته شي.«

په امريکا کې د ملاريا د درملو کمښت

د ملاريا درمل د Autoimmune يا خود ايمني ناروغيو لکه لوپوس چې جلدي سل هم ورته ویل کيږي، د تداوۍ له پاره هم کارل کيږي، ښايي د ذخيره کولو له وجې يې سخت کمښت رامنځته شي.

د اروپايي ټولنې د درملو آژانس په اعلاميه کې زياته شوې: »دا مهمه ده چې دغه ډول ناروغانو ته دا درمل ورسيږي او هغوی یې د ذخيره کولو او یا د قانوني مرجع د اجازې پرته د استعمالولو له وجې له کمښت سره مخ نه شي.«

Symbolbild Vitamintablette
اروپايی ټولنې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د ملاريا درملو پر لږ کارونې ټينګار کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/empics/C. Ball

امريکا متحده ایالات سر له اوسه د ملاريا د دغه دواړو درملو له کمښت سره مخ ده په ځانګړي توګه وروسته تر هغه چې ولسمشر دونالد ترمپ د هایدرواوکسي کلوروکين درمل د بالقوه »پړيکړنده« درملو په توګه ياد کړل.

د اروپايي ټولنې او امريکا روغتيايي چارواکو خلکو ته د کوويد – ۱۹ د درملنې په موخه پرته د ډاکتر د لارښوونې او څارنې د ملاريا د درملو له خوړولو څخه خبرداری ورکړی دی.

د اروپايي ټولنې په اعلاميه کې زياته شوې: »دواړه درمل کلوروکین او هايدرواوکسي کلوروکین دېر زیات جانبي اثرات درلودلی شي، په ځانګړي توګه کله چې یې زيات مقدار وکارول شي او يا له نورو درملو سره په ګډه وکارول شي.«

په دې جانبي اثراتو کې د زړه ناورغۍ، د سترګو نظر له لاسه ورکول او که په سمه توګه ونه کارول شي نو آن د مړينې خطر هم شامل دی.

bs/nz (Reuters, afp)