د کراچۍ په څو میلیوني ښار کې اورګاډي حلقوي پټلۍ جوړیږي
په کراچۍ ښار کې ۲۰ کاله پس له هغه چی د د دې ښار حلقوي د اورګاډي پټلۍ په ټپه دریدلې، اوس د چین په مرسته هغه بیرته پرانیستل کیږي. یو چینایي شرکت غواړي چې په دې پروژه باندې نږدې ۲ میلیارده امریکایی ډالر پانګونه وکړي.
د اور ګاډي په ټپه دریدل
له ۱۹۹۹م کال راهیسې د کراچۍ اورګاډي په ټپه ولاړ دي. له دې مخکې اور ګاډو شاوخوا سیمه د ښار له صنعتي او اقتصادي زون سره وصل کړې وه.
ترافیکي گڼه گوڼه
د اور ګاډي دغه حلقوي پټلۍ به ترافیکي گڼه گوڼه کمه او په دې ډول د هوا د لا ککړتیا کچه را ټیټه کړي. د پاکستان په دغه ستر ښار کې ۲۷ میلیونه انسانان ژوند کوي.
تر خاورو لاندې کیدل
د ۴۳ کیلومتره اوږدې اوسپنیزې کرښې زیاته برخه د پخوا په ډول پر خپل ځای پاته ده. خو د اورګاډي تر بندیدو وروسته، خلکو د اور ګاډي کرښې ته نږدې او ان د ریل په پټلۍ خاورې او کثافات اچولي او په دې کار سره یې خنډونه رامنځته کړي دي.
لسګونه زره کسان به خپل کورونه له لاسه ورکړي
د رسمي شمیرو له مخې د اور ګاډي زړې کرښې ته نژدې ۵۰۰۰ جوړ سوي کورونه او څه د پاسه ۷۰۰۰ نورې ودانۍ باید ونړول سي. له ډیرو مقاومتونو سره به د نوموړې پروژې کار سږکال پیل سي.
ځایي اوسیدونکي د دغې پروژې مخه نیسي
د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې، د یوې بې وزلې سیمې د خالي کیدو پر وخت، له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وسوې. د سیمې اوسیدونکو د پولیسو سره مقاومت کاوه او د کورونو د ورانولو له پاره، راوړل سوو بولدوزرونو ته یې اور واچاوه.
د «وریښمو د نوې لار» یوه برخه
په کراچۍ کې د اورګاډي نوې حلقوي کرښه، د چین په نوښت د وریښمو د لارې یوه برخه جوړوي. د اور ګاډي د دې پټلۍ جوړښت او مالي لګښت، د چین او پاکستان د یوې گډې اقتصادی پروژې له خوا تمویلیږي.