1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي برېښنا بند دویم فاز پرانستل شو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

په هلمند کې د کجکې برېښنا بند دویم فاز چې په ۲۰۱۶م کال کې یې د جوړیدو چارې پیل شوې وې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

https://p.dw.com/p/4EhkP
Afghanistan, Bau des Kajaki Power Dam in der Provinz Helmand
انځور: Asadullah Shakib

د اوبو او انرژۍ وزارت له پاره د طالبانو ویاند اخترمحمد نصرت دویچه ویله ته وویل، چې د کجکي بند د دویم فاز له بشپړیدو او د نویو توربینونو د نصبولو سره د دغه بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۰۰ میګاواټه زیات شوې او اوس د کجکي برېښنا  بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

نوموړی وایي، دغه برېښنا به پر هلمند ولایت سربېره کندهار ولایت ته ورکړي، چې زرګونه کورنه به روښانه کړي او د صنعتي فابریکو د برېښنا ستوونزه به ورسره هواره شي.

هغه زیاتوي: «د دغه بند د تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلی، چې کولای شي د هلمند او کندهار ولایتونو ټولې سیمې د برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.»

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزات یوه سلاکار فاروق اعظم هم ویلې دي، چې د کجکي بند تولید شوې برېښنا به کندهار ولایت هم ورکړي: «کجکي بند پرانستل کیږي، چې سل میګاواټه برېښنا به ډېره شي. دا برېښنا به کندهار ولایت ته ورکړي.»

ټاکل شوې وه، چې د کجکي بند د دویم فاز پروژه د د دریو کلونو په موده کې بشپړه شوې وای، خو د نا امنیو او د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو له لورې د دې بند پر ساختماني کارکوونکو د پرلپسې دوامداره بریدونو له امله یې چارې تراوسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وې.

د معلوماتو له مخې د کجي برېښنا بند د اوبو کاسه کابو ۲،۳۴ میلیارد متره مکعب  اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې شاوخوا ۱۰۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې به خړوبې کړي.

د کجکي برېښنا بند د دویم فاز پروژې قراداد د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ۷۷ په نوم د یوه ترکي ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.