1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کالوري اخېستلو کمول او د بیولوژیکي زړښت سرعت ورو کول

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

نیویارک کې پر انسان د کولمبیا پوهنتون د څېړونکو لومړنۍ مطالعه ښيي چې د کالوري کمښت يعنې کم خوراک ښايي د بیولوژیکي زړښت سرعت په کمولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4NgwZ
د آلمان برلین نړېواله شنه اونۍ ۲۰۲۳
د آلمان برلین نړېواله شنه اونۍ ۲۰۲۳انځور: Fabian Sommer/dpa/picture-alliance

د Everyday Health د لېکنې پربنسټ، دا دوه کلنه څېړنه یا مطالعه چې د د فبرورۍ په ۹مه په Nature Aging کې خپره شوې، څېړونکو اعلان کړی چې د محدودو یا کمو کالوريو ترلاسه کول، د بیولوژیکي زړښت چټکوالی د وخت په اوږدو کې راکموي.

د څېړونکو په خبره سره له دې چې ښايي ډېری کسان د لږو کالوريو اخېستل ستونزمن وبولي، خو دا مطالعه له دغه واقعیت څخه ملاتړ کوي چې د کړو وړو بدلون، له کوم درمل پرته کولای شي د زړښت چټکتیا د حساب وړ راکمه کړي.

دا مطالعه د CALERIE یا «د کالوری د مصرف کمولو اوږدمهاله ټولیزو اغیزو ارزونه» په نوم د هغې روانې څېړنې برخه ده چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پیل شوې.

مخکنیو مطالعاتو د CALERIE تجربوي مالوماتو څخه په ګټه اخېستنه د لږو کالريو اخېستنې له لارې ډېرې ګټې په ګوته کړي. د بیلګې په توګه یوې څېړنې ښودلې چې د لږو کالوريو اخېستو په ځیګر، د وینې رګونو او معافیتي سیستم کې د عمر ډېروالي پورې اړوند بدلونونه راکم کړي.

دغه راز، یوه بله مطالعه ښيي چې د لږو یا محدودو کالوريو ترلاسه کول د زړه خطرناکو ناروغیو او د دیابت یا شکرې دویم ډول ناروغۍ عوامل کموي، د زړه او میتابولیکي روغتیا ته وده ورکوي.

د تازه سبزیو پخلی
د تازه سبزیو پخلیانځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

د پخوانیو موندنو د ارزونې لپاره نوې څېړنې طرحه شوي دي.

د CALERIE نوې مطالعه یا څېړنه کې څېړونکو په ناڅاپي توګه ۲۲۰ ګډونوال تر څېړنو لاندې نېولي.

په دې څېړنه کې ټولو کسانو ته د لږو کالوریو اخېستو څرنګوالي او خوراکي توکو توصیه شوې او په کافي اندازه مالومات ورکړل شوي.

ګډونوال د مطالعې پرمهال په جدي توګه څارل کېدل تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د خپل اړتیا وړ ټول مایکرو خوراکي توکي ترلاسه کوي.

څېړونکو پر بیولوژيکي زړښت د لږو کالوریو اخېستلو د اغیز اندازه کولو په موخه د ګډون کونکو د وینې اخېستل شوې بیلګې تجزیه او وارزولې.

هغوی وموندله چې په ورځني ډول د کالوريو په اخېستلو کې ۲۵ سلنه کمښت، د زړښت چټکتیا له ۲ تر ۳ سلنو راټیټوي. څېړونکي وايي چې دا د مړینې په کچه کې له ۱۰ تر ۱۵ سلنه کمښت په مانا دی. دا هېښوونکې موندنې دي، ځکه شواهد ښيي چې د زړښت بیولوژیکي سرعت قطعي نه دی، بلکه کیدای شي چې د لږو کالوریو اخېستو په څېر تر مداخلاتي اغیزو لاندې راشي.

اړوند مطالب:

خو څېړونکي ټینګار کوي چې تاسو باید د کالوري محدودلو هرډول غذايي رژيم تر نېولو وړاندې له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ. دا کار باید د یوه متخصص تر څارنې لاندې ترسره شي ځکه چې له خطر پرته هم نه دی. ترڅو چې یو څوک توصیه شوي خوراکي توکي ترلاسه کوي په ټولیز ډول د کالوريو کم اخېستل کوم خطر نه لري، خو نه دا چې کس د کالوريو کمولو له امله له خطر ډک وزن کمېدو سره مخ شي.