د کاتالونيا ۹۰ سلنه رای ورکونکو خپلواکۍ ته رای ورکړې
۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبهد کاتالونيا چارواکو په يکشنبې ناوخته ماښام له هسپانيا څخه د خپلواکۍ له پاره د جنجالي ټولپوښتني پايلي اعلان کړې. د رسمي شمېرو له مخي د رای ورکولو پر شرايطو برابر ۲،۲۶ ميليونه وگړو خپله رای ورکړې ده. د چارواکو په خبره د دغو کسانو ۹۰ سلنه ئې د کاتالونيا د خپلواکۍ په پلوي او ۸ سلنه ئې منفي رای ورکړې ده.
د کاتالونيا سيمه ايز دولت د هسپانيا د مرکزي حکومت له مخالفت سره سره د ټولپوښتني اقدام وکړ.
د کاتالونيا د سيمه ايز حکومت مشر کارلوس پوجدمان د دغي ټولپوښتني د پايلو تر اعلان مخکي له هسپانيا څخه د دغي سيمي د خپلواکۍ غوښتنه کړې وه او روښانه کړې ئې وه: «موږ د يوه خپلواک هیواد لرلو ته لاس رسۍ موندلی».
د کاتالونيا پارلمان څه موده مخکي د «بېلتون قانون» لايحه تصويب کړې وه، چي که چيري په ټولپوښتنه کي ډير رای ورکونکي له هسپانيا څخه د خپلواکۍ په پلوي رای ورکړي، نو د دغي سيمي حکومت کولای سي چي په ۴۸ ساعتونو کي له هسپانيا څخه خپله خپلواکي اعلان کړي.
د هسپانيا لومړي وزير ماريانو راخوی دغه ټولپوښتنه غيرقانوني، نمايشي او بې اعتباره بللې ده. هغه د يکشنبې په ماښام ويلي ول چي ټولپوښتنه ته اړتيا نه سته.
د کاتالونيا د ټولپوښتني پايلي د پابندۍ وړ نه دي. د هسپانيا ستري محکمې مخکي له مخکي لا د هغې پايلي غيرقانوني او بې اعتباره بللي وې. د محکمې قاضیانو ويلي دي چي د اساسي قانون د اصولو له مخي محلي چارواکو ته اجازه نه ورکول کيږي چي د جلا وطنۍ په اړه پريکړه وکړي.
د يکشنبې په ورځ د کاتالونيا د خپلواکۍ په اړه ټولپوښته له زورزياتيو سره مله وه. د هسپانيا پوليسو په زوره د رای ورکونکو مخه نيوله. په دغه سيمه کي انترنيت کار نه کاوه او په ټولپوښتنه کي خنډونه پيښ سوي ول.
پوليسو دغه راز د کاتالونيا د خپلواکۍ پر پلويانو ربړي مرمۍ اورولې او په سوټو ئې وهله. په دغه اخ و ډب کي چي د خپلواکۍ د پلويانو او پوليسو ترمنځ روان وو، نژدې ۸۴۰ کسان ټپان سوي دي چي ۳۳ پکښې پوليس دي.
په هسپانيا کي د خلکو پر وړاندي د زورزياتي اقدام په اړه د اروپايي ټولني ځينو غړو هيوادونو غبرگون ښوولی دئ. او ويلي ئې دي چي زوزياتی هيڅکله ښه جواب نه دئ.
په هسپانيا کي په لسونو کارگري اتحاديو او سازمانونو د کاتالونيا وگړي د سه شنبې په ورځ عمومي اعتصاب ته رابللي دي. دغو ټولنو د يکشنبې په ماښم د يوې بيانيې په خپرولو سره د کاتالونيا له وگړو غوښتي دي چي دا چي د دوی آزادي او حقونه تر پښو لاندي سوي د سه شنبې په ورځ له کاره ډډه وکړي.