1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر سړکونو ماشومان او د هغوی ورک ماشومتوب

۱۴۰۰ آبان ۲۵, سه‌شنبه

په کابل کې په زرونو ماشومان خپلي کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو په موخه په کار بوخت دي او يا پر ډيرانو د استفادې وړ توکو په لټه کې دي. له دوی څخه یې ځيني ژغورل شوي، خو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته وضعيت ډېر خراب شوی دی.

https://p.dw.com/p/433fD
Afghanistan Waisekinder in Kabul
آرشيف انځورانځور: DW

مدثر شپږ کلن وو چې پلار یې د افغان امنيتي ځواک په ليکو کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو. هغه چې څلور خوېندې او ورونه لري، د مور و پلار مشر اولاد دی او بايد هغه وخت په ښوونځي کې شامل کړل شوی وای. هغه وايي: «د پلار تر خښولو وروسته مې مور راته وويل چې ښوونځي ته نه شم تللای. ما بايد کار کړی وای څو له لوږې ژغورل شوي وای.»

همدا وو چې مدثر يو کوچنی د لرګي لاسي ګاډۍ رانيوله او سملاسې یې د سهار له شپږ نيمو تر مازيګر پنځه بجو پورې د کچالو په پلور لاس پورې کړ. کومه ورځ چې به بخت ياري ورسره وکړه، نو دومره پېسې به یې وګټلې چې کورنۍ یې پرې د ماښام ډوډۍ خوړلې وای.

خو ځيني ورځي به یې هيڅ هم نه ګتل. په داسې يوه ورځ به هغه ماښام موده پر ډيرانو ګرځېد، مس او نورو فلزات به یې لټول.

د اټکلونو پر اساس په کابل کې د ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زرو په منځ کې ماشومان هم مدثر ته ورته برخليک لري. دغه ماشومانو پر چوکونو او يا د رستورانتونو مخې ته خیر ټولوي، درانه بارونه اوچتوي او يا په کثافاتو کې لټه کوي. له دغه ماشومانو څخه یې زياتره په اوسط ډول په څلور کلنۍ کې له دې برخليک سره مخ کيږي.

اوس مدثر ۱۴ کلن دی او د يوه ځوان په شان بريښي، ماشومتوب یې لا وختي تېر شوی دی. هغه اوس په اتم ټولګي کې درس وايي او په دويم ځل په خپل ټولګي کې اول نمره شوی دی. تقدير نامې یې پر ديوال ځوړندي دي، ورسره یې د پلار عکس هم. داسې لکه دی چې غواړي هغه پلار ته ور ښکاره کړي. مدثر څلور کاله شاقه کارونه وکړل.

د لس کلنې په عمر بيا د يوه مرستندويه ټولنې له خوا ورسره تماس ونيول شو. د «مهربانۍ د شريکولو» په نوم پروژې تمويلونکو چې مقر یې په امريکا کې دی، د مدثر په څېر ماشومانو او د هغوی له کورنيو سره يو ډول معامله کوي.

Afghanistan Kinderarbeit Sattar
انځور: DW/H. Sirat

هغوی يوې کورنۍ ته د مياشتې۵۰ ډالر ورکوي او همدا راز نور توکي هم. د دې په بدل کې مېندي او پلرونه مکلف وي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

خصوصي عالي ليسه د شریک په توګه ماشومانو ته بورسونه ورکوي. مدثر وايي چې د دې په بدل کې هغوی د ډېرې ښې وړتيا د ښوولو تقاضا کوي. مدثر وايي: «زه يوازنی کس یم چې کورنۍ مې له بې وزلۍ خلاصولی شم. که زيار وباسم کولی شم يوه ورځ حقوق ولولم.» هغه زياتوي چې بيا د يوه وکيل په توګه به زه هڅه وکړم چې د هيواد د نورو ماشومانو د حقونو دفاع وکړم. هغه ډېر زيار باسي او يوازې کله کله له خپلو ورونو سره فوټبال کوي.

مدثر د ټولنیز فعال ذبيح الله بهزاد له خوا په اصطلاح موندل شوی. دغه ۳۱ کلن د فقير ميشته سيمو پر سړکونو او کوڅو کې د دې ماشومانو لټه کوي او د هغوی له کورنيو سره تماس نیسي. دوی هڅه کوي بيا د هر ماشوم له پاره يو تمويلونکی وموندي.

خو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته چې د هيواد اقتصادي وضعيت هم له مشکلاتو سره مخ شوی دی، پر سړکونو د سوالګرو ماشومانو شمير په ډېري چټکۍ سره لوړ شوی دی. بهزاد وايي: «زياتره تمويلونکو بهر ميشته افغانان ول چې هغوی اوس خپله دغه پېسو ته اړتيا لري څو پرې د خپلو کورنيو سره مرسته وکړای شي.»

د هغه په خبره پر دې سربيره په دې وروستيو کې افغانستان ته د پېسو ليږد هم ستونزمن شوی دی: «موږ له دريو مياشتو راهيسې دغه کورنيو ته پېسې نه دي ورکړي او موږ ټولنیزو فعالانو هم معاشونه نه دي ترلاسه کړي.»

Afghanistan Schule für ehemalige Straßenkinder
انځور: picture-alliance/dpa/V. Melnikov

د بهزاد په خبره زياتره ماشومان ډېر ښه شاګردان دي خو د هغه په خبره «وضعيت ته په کتو سره د دې ويره شته چې هغوی به بيرته مجبور شي شاقه کارونو او سړکونو ته مخه کړي.»

دا چې دا نوی بيړنی وضعيت به کوم لوری غوره کړي، د فرزانې په نوم يوې مېرمنې وضعيت یې چې نه غواړي بشپړ نوم یې په ډاګه شي، څرګندوي. د هغې مېړه هغه وخت مړ شوی وو چې هغه په دریم ځل ميندواره وه. د مېړه ډېر لږ تقاعد یې يوازنی عايد وو. خو د طالبانو تر ولکې وروسته یې هغه هم نه دی ترلاسه کړی او اوس د خوراکي توکو د رانيولو له پاره هیڅ پېسې نه لري.

دا چې د سون توکي به څرنګه رانيسي، لا نه پوهيږي. د مرستندويه ټولنې له خوا مرسته هغه څه وه چې دې پرې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه او ښوونځي ته د زوی تګ یې هغې ته ډېره هيله ور بخښله.

فرزانه وايي :«خسر مې غواړي چې زه بل واده وکړم تر څو يې له کوره ولاړه شم.» خو هغه زياتوي چې بل سړی به د هغې اولادنه قبول نه کړي بيا به مجبوره شم «هغوی يتيم خانې ته ورکړم.» که چېرې هغه له دې ژمي ژوندۍ ووتله نو مجبوره به وي ډېر ژر د هغه سپين ږيري د واده غوښتنه ومني چې له دې بې وزلې کونډې سره واده ته چمتو دی. هغه وايي: «زما يوازنۍ هيله او دوعا به داوي چې هغه داسې يو کس وي چې زما ماشومان را څخه جلا نه کړي.»

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشيف څخه: