«د کابل پر انتر کانتینینتل هوټل برید پای ته ورسید»
۱۳۹۶ بهمن ۱, یکشنبهد کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته د برید په هکله وویل چې په دې پیښه کې د دریو امنیتي سرتیرو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې تر برید وروسته یې له هوټل څخه د ۴۱ بهرنیو اتباعو په ګډون له ۱۵۰ ډیر کسان ژغورلي هم دي. زياته سوې چي تر اوسه د درو بريدګرو جسدونه هم موندل شوي دي. دانش زیاتوي چې: «اوسمهال موږ په دې برید کې یوازې د یوه بهرني کس وژل کیدل تائیدولی شو.»
د کورنیو چارو وزارت دغه ویاند همدا راز وویل چې امنیتي ځواکونه اوس خونه په خونه ګرځي ترڅو ډاډمن شي چې د هوټل په ودانۍ کې نور بریدګر پټ نه وي.»
تر اوسه پورې دا هم لا معلومه نه ده چې د برید پرمهال په دې هوټل کې څومره میلمانه موجود وو. دغه هوټل د انتر کانتینینتل ځنځیري هوټلونو یو له څانګو څخه ده چې په افغانستان کې په ۱۹۶۰ م کال کې رغول شوی. تر دې برید مخکې په ۲۰۱۱م کال کې هم د وسلوالو کسانو تر برید لاندې راغلی وو. د دې هوټل په یوه خونه کې پټ شوي یوه میلمه د فرانسې خبرې آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې د تلیفون له لارې وویل چې: «زه نه پوهیږم چې بریدګر به لا هم د هوټل په دننه کې وي او که نو خو زه لا هم د ډزو غږونه اورم.»
نوموړي همدا راز وویل چې موږ په خپلو خونو کې پټ یو، او له امنیتي ځواکونو غواړو چې موږ ژر تر ژره مخکې له دې چې دوی را ورسیږي او موږ ووژني، موږ وژغوري.» کله چې د فرانسې خبري آژانس نوموړي کس ته بیا د اړیکو نیولو هڅه وکړه، نو تلیفون یې بند وو.
د رپوټونو په حواله د برید پر مهال په یاد هوټل کې د مخابراتي ټکنالوجۍ په هکله یو کنفرانس ترسره کیدو. افغان امنیتي چارواکو دا تائید کړې چې د برید پرمهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنولوجۍ د څانګې ۳۴ ولایتي ریسان په دې هوټل کې د یوه کنفرانس له پاره چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لخوا ترتیب شوی وو، راټول شوي وو.
تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په ځايي تلویزیونونو کې د برید په هکله انځورونو کې لیدل کې چې تر برید وروسته په هوټل کې اور هم لګېدلی او ځینې کسان د هوټل له کړکیو د تیښتې هڅه کوي.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه پلاوي کابل ته سفر کړی وو. د دوی د سفر موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت له نږدې څخه لیدل وو. بل لوري ته بیا څو ورځې مخکې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې د طالبانو ځینو استازو په پاکستان او ترکیه کې د سولې د شورا او همدا راز له افغان چارواکو سره په افغانستان کې د پخلاینې او سولې په هکله کتنې او خبرې هم کړي.