د کابل-پاريس تر منځ تړون عملي بڼه
۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبهد کابل او پاریس ترمنځ د دوستۍ دغه تړون د روان میلادي کال په جنوري میاشت کي لاسلیک شو او تېره ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۰) ئې عملي بڼه خپله کړه.
د دوستۍ د دغه تړون له مخې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به فرانسه له افغانستان سره د ۵ کلونو له پاره هر کال۳۰۰ میلیونه ایرو مرسته کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن یکشنبې (۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۱) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي وويل، چي راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوی د دغه تړون عملي بڼه وڅېړي.
ښاغلی موسی زی زیاتوي، چې د دې ترڅنګ به په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمي غونډي هم دوام ومومي:
«د بهرنیو چارو وزېرانو په کچه به په منظم ډول په کابل او پاریس کې غونډي جوړیږي، چې له دې سره به د دې تړون عملي کیدل او پرمختګ وڅېړل شي او په راتلونکې کې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړېتوبونه مشخص شي.»
د دوستۍ د دغه تړون پر بنسټ به فرانسه له افغانستان سره د کرهڼي، روغتیا، کان کيندني او امنیت په برخو کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
سره له دې چې د چارو یو شمېر کتونکي له فرانسې سره د دوستۍ تړون مهم ګڼي، خو وايي چې دغه هېواد د افغانستان په کورنیو جګړو کې د ځینو ډلو ملاتړ کاوه.
سیاسي شنونکی او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په دې اړوند دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، له همدغو ځانګړو افغان جګړه مارو ډلو څخه د فرانسې ملاتړ د یو شمېر افغانانو په ذهنونو کې شکونه زیږولي ول، خو په تېرو یوولسو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانېستل شوی دئ:
«داسي فکر کیږي چې په هغومره نظامي ځواک سره به فرانسه نوره په افغانستان کې فعاله نه وي، خو د دې له پاره چې د فرانسې حضور د افغانستان په قضیو او پېښو کې په بشپړه توګه له مینځه ولاړ نه شي دغه تړون رامنځته شو.»
د لېوال په وینا په فرانسه کې اقتصادي ستونزې او په افغانستان کې په ډله ییزه توګه د فرانسوي سرتیرو وژنه د دې سبب شوه، چې دغه هېواد خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
محمد اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل