د کابل هوايي ډګر په ټيلماټيل کې ډير ماشومان ورک شوي دي
۱۴۰۰ مرداد ۳۱, یکشنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس د ځايي رسنیو په حواله ليکي چې د کابل ښار ېوې اوسیدونکې کورنۍ د خپل ورک شوي ماشوم د لټون پر وخت یو ماشوم موندلی چې په اغزن سیم کې نښتی وو.
دغې کورنۍ ويلي دي چې د دوی د هڅو سربیره بریالي شوي نه دي چې د موندلي ماشوم والدین پيدا کړي.
دغه ماشوم چې عمر يې ۶ کاله ښودل شوی، ويلي دي چې کورنۍ يې هوايي ډګر ته دننه شول تر څو بهر ته پرواز وکړي.
رپوټ زیاتوي ظاهرا داسې ښکاري چې د ماشوم پلار د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پر ځمکه لويدلی چې تر هغه وروسته ماشوم نه دی توانیدلی چې هغه پيدا کړي.
ځایي خبريالانو ويلي دي چې خلکو د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې د ورکو شوو ماشومانو د موندلو په موخه د هغوی انځورونه خپاره کړي دي.
د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده. د افغانستان له مختلفو سیمو څخه په زرونو خلک او کورنۍ د دغه هوايي ډګر مخې ته راغونډ شوي تر څو له افغانستانه بهر شي. د نن ورځې په رپوټونو کې په دغه ټيل ماټيل کې د ۷ افغانانو د وژل کیدو هم ويل شوي دي.
د کابل هوايي ډګر وروسته له هغې د خلکو له دغې خطرناکې ګڼې ګوڼې سره مخ شوی، چې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې، د تیرې يکشنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) د کابل ښار هم ونیوه. دغه میدان مخې ته راټول شوي خلک غواړي له افغانستانه ووځي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.