1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوايي ډګر ته بيا ولي خلکو ورمات شوي ول؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

تېره شپه په زرونو کسان د کابل نړېوال هوايي ډګر ته ورغلي ول چې ګویا ترکیې ته به له زلزله ځپلو سره د مرستو له پاره ولېږدول شي. خلک ولې له هېواده وتلي ته دومره لېواله دي؟

https://p.dw.com/p/4NHeU
د کابل نړېوال هوايي ډګر د سقوط په ورځو کې
د کابل نړېوال هوايي ډګر د سقوط په ورځو کېانځور: AP/picture alliance

د خواله رسنیو ویډیوګانو کې ښکاري چې لسهاوو کسان د کابل نړېوال هوايي ډګر پر لور منډې وهي، کټ مټ د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۴مه د کابل د سقوط پرمهال چې د دغه هوايي ډګر شاوخوا زرګونه کسانو راټول شوي ول.

کابل/ له افغانستانه د تخلیې ماموریت
کابل/ له افغانستانه د تخلیې ماموریتانځور: AP Photo/picture alliance

هغه مهال خلک توانېدلي ول چې د هوايي ډګر له دروازو تېر شي او د هوايي ډګر د ترمینل او نورو تخنیکي خونو د کمپیوټرونو او وسایلو د چور کولو ویډیوګانې یې هم خپرې شوې، خو دا ځل یې له دروازو د تېرېدلو فرصت نه دی موندلی.

په رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم لاس پر لاس کیږي چې طالبانو ته منسوب وسله وال پر خلکو ډزې کوي او ان ښکنځي یې.

تېره شپه د کابل په نړېوال هوايي ډګر وروسته له هغې سلهاوو کسان هجوم وروړ چې ترکیې ته د زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره د خلکو لېږدونې آوازه خپره شوه.

«ډېره بده شپه وه»

د کابل یوه اوسېدونکي چې په خپله هم په دې تمه چې ښايي ترکیې ته به ولېږدول شي هوايي ډګر ته ورغلی و، دویچه ویله ته وویل: «ډېره بده شپه وه، خلک په منډو وو، لارې یې بندې کړې وې.»

هوايي ډګر ته تللي ډېر ځوانان د طالبانو له سخت چلند سره مخ شوي او ان ځیني یې د ټوپک په کونداغونو وهلي.

اړوند مطالب:المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي

د عبدالله فطرت په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «پرون د ترکیې آوازه وه چې څلور طیارې راغلي دي، افغانان هلته د کار روزګار له پاره بیايي ځکه هلته ډېر خلک وځپل شول، موږ حیران شو او په ډېره بیړه میدان ته ورغلو، په لاره مو خلک ولیدل، ګڼه ګوڼه وه، ګډوډي وه، وهل ټکول وه ډزې وې.»

د تش آوازې له امله په هوايي ډګر ورماتیدو د خواله رسنیو کاروونکو تند غبرګون راپارولی او ځینو یې د طنز په ژبه دا موضوع نقد کړې ده.

خو ښاغلي فطرت وویل، د تش اوازې له امله په هوايي ډګر د زرګونو کسانو ورماتېدل ښيي چې افغانستان کې وضعیت ترکومه بریده ترینګلی دی: «افغانان په واقعیت سره ملامت نه دي، ځکه په افغانستان کې بي وزلي بیخي ډېره ده، روزګار او کاروبار نشته او د مجبوریت له امله هرسړی غواړي چې له ملک څخه ووځي.»

اړوند مطالب:په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

په هوايي ډګر کې د سلهاوو کسانو تر هجوم وروسته طالب چارواکو دا اوازې په کلکه رد کړې دي چې ګویا له زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه هلته افغانان لېږدول کیږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ځینو خلکو آوازه خپره کړې ده چې ګنې د کابل هوایي ډګر څخه ترکیې هیواد ته بې اسنادو خلک استول کیږي، یا د ترکیې هېواد الوتکې راغلي او بې اسنادو خلک هغه هېواد ته بیایي، دا آوازې هیڅ حقیقت نه لري، هیڅوک دې په همدې نیت هوایي میدان ته نه ورځي او عامه نظم دې نه اخلالوي.»

د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو سره د نړېوالو مرستو په لړ کې د طالبانو حکومت هم د دغو هېوادونو زلزله ځپلو سره د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

 د رپوټونو له مخې، ددې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر تر ۱۵ زرو اوښتی دی.