1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل زهرجنه هوا، خو د مخنيوي لاري يې څه دي؟

۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبه

افغان چارواکي وایې چې د ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو خاوندان باید د چاپيریال ساتنې لارښود عملي کړي. خو ایا دا ډول خبرداري د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته کوي؟

https://p.dw.com/p/3VLqA
Afghanistan Smog in Kabul
انځور: DW/H. Sirat

د وروستیو موندنو پر بنسټ، کابل د نړۍ يو له هغو ښارونو څخه دی چې هوا ډېره پکښې ککړه ده.

کابل ښاریان وایې، زهرجنې هوا یې تر جګړو، چاودنو او ځانمرګي برېدونو هم څو برابر زیات ژوند ته ګواښ پېښ کړی.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې زهرا دویچه ویله ته وویل: «د ساړه موسم په راتګ سره ناروغه شوې یم او اوس چې ډاکټر ته ځم، ډاکټر وايي د ناروغه کېدو لامل دې ککړه هوا ده.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتي له مخې، یواځې تېرو نهو میاشتو کې څه باندې یو میلیون ماشومان په سینه بغل اخته شوي.

د چارواکو په وینا، ددې ناروغی ډېریدو تر ټولو ستر لامل هم د هوا ککړتیا ده.

خو افغان حکومت هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې څه کوي؟

د ژمي په رارسېدو سره د کابل هوا تر بل هر ښار خورا ککړه او زهرجنه کیږي.

ښارګوټو، جګپوړو ودانیو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، حمامونو او د هستوګنې کورونو کې د ډبرو سکرو په څیر د ناچڼ شویو سون توکو سوځولو، د نفوسو ډیروالي ترڅنګ په ښار کې د پریمانه زړو موټرو تګ راتګ د کابل هوا خورا ککړه او زهرجنه کړې.

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لارښود

افغان چارواکي وايي چې ټول مکلف دي چې د هوا ککړتیا د مخنیوي لارښود عملي کړي.

په ژمي کې د خښتو جوړولو فابریکو جدي څارنه او یا هم تړل، دولتي ادارو، موسسو، شرکتونو او د ښوونیزو بنسټونو په سون سیستم کې بدلون او په مناسبه بیه بازار ته د اوبلن غاز عرضه کول د هوا ککړتیا د مخنیوي لارښود مهمې برخې دي.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي نن پنجشنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۲۶مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل: «د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې د وزارتونو او ادارو ترمنځ بې سارې همغږي رامنځته شوې او د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ په دې برخه کې اقدامات د اجرا په حال کې دي.»

 په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت هم د هوا ککړتیا د مخنیوي لارښود د تطبیق په اړه د ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو خاوندانو ته جدي خبرداری ورکړی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته وویل: «د پلان پر بنسټ سوداګریزو مرکزونو ته د راتلونکې اونۍ تر یکشنبې وخت ورکړل شوی چې له سون توکو څخه د ګټې اخېستنې پرمهال هغه توکي باید ونه کاروي چې د هوا او چاپيریال د ککړتیا سبب ګرځي.»

ښاغلی رحیمي وایي له یکشنبې ورځې وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي.

په دغه قانوني چلند کې جریمه کول او عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپیژندل شامل دي.

د افغانستان د ژوند چاپيریال او عامې روغتیا د قانون پر بنسټ، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د هوا ککړتیا مخنیوی برخه کې ګډ کار وکړي.

اسماعیل شاکر – کابل